د کوز سویلي وزیرستان د پولیسو مشر ویلي دي، چې د کریکوټ سیمي د قبایلي مشر ،ملک جمیل، وزیر د کورنۍ د امنیت لپاره یې ځانګړي ګامونه پورته کړي او د هغه د استوګنې په ځای کې یې پولیس ځواک ځای پر ځای کړی دی.
د کوز سویلي وزیرستان د پولیسو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د ضلعې د پولیسو مشر ،محمد طاهر شاه وزیر، او د واڼا ښار د پولیسو تاڼې مشر ،عثمان خان وزیر، د کریکوټ سیمي ته تللي او هلته یې د ملک جمیل وزیر له کورنۍ سره د هغه د دوو زامنو د وژل کېدو په تړاو غمشریکي کړې ده.
خبرپاڼه زیاتوي چې پولیسو د سیمي د امنیتي وضعیت جاج هم اخیستی او اړوندو افسرانو ته یې د امنیتي تدابیرو د لا پیاوړتیا سپارښتنې کړې دي.
د پولیسو مشر محمد طاهر شاه وزیر د وژل شویو کسانو له کورنۍ سره د خواخوږۍ څرګندولو پر مهال ویلي دي چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې قرباني ورکوونکې کورنۍ د ټولنې ویاړ دي او پولیس به یې د ملاتړ لپاره خپلې هڅې روانې ساتي.
د پولیسو په وینا، د ملک جمیل وزیر د استوګنې په ځای کې د امنیت د ټینګښت لپاره پولیس ځواک ګومارل شوی او د سیمي د امن د ساتلو لپاره نور احتیاطي اقدامونه هم تر لاس لاندې دي.
ملک جمیل وزیر د توجي خېلو وزیرو له مخکښو قبایلي مشرانو څخه دی. د هغه دوه زامن ،د جون په ۵مه، په یوه وسلوال برید کې ووژل شول، چې له هغې وروسته په سیمه کې د امنیت او د وسلوالو فعالیتونو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
پولیسو ویلي، چې د سیمي د امنیت، د خلکو د ځان او مال د ساتنې او د تلپاتې سولې لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

ظفر وزير