د کوز سویلي وزیرستان د توې خوله تحصیل اوسېدونکي، بزګران او سوداګر وایي، چې د لارو او بازارونو د بندېدو له امله له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شوي او د خپل روزګار په ترلاسه کولو کې له جدي خنډونو سره مخامخ دي.

 

ځايي خلکو د شال نیوز سره په خبرو کې ویلي، چې د هر کال په څېر سږ کال هم په سیمه کې په پراخه کچه سبزۍ کرلی شوې دي او خلکو پرې د کال اوږده موده سخته خواري کړې ده، خو د امنیتي ځواکونو له لوري د توې خوله بازار او بېلابېلو لارو د بندېدو له امله بزګران نه شي کولی خپل کرنیز محصولات بازارونو ته ورسوي.

 

د سیمي د خلکو په وینا، د تګ راتګ محدودیتونو او سوداګریزو فعالیتونو کې د خنډونو له امله ګڼ کاروباري مرکزونه هم تړل شوي دي، چې له امله یې د سیمي اقتصادي وضعیت نور هم خراب شوی او ګڼې کورنۍ د نفقې او ورځنیو اړتیاوو په برابرولو کې له ستونزو سره مخ دي.

 

ځايي اوسېدونکو د کوز سویلي وزیرستان له ډپټي کمشنر او د خوراک اړوند ادارو څخه غوښتنه کړې ده، چې د توې خوله ولس ته زر تر زره اسانتیاوې برابرې او د سوداګریزو فعالیتونو د بیا پېل لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

 

بل لور ته، ځايي سرچیني وایي چې په کوز سویلي وزیرستان کې د چلغوزو له فصل سره تړلي خلک هم له ورته ستونزو سره مخ دي. د سرچینو په خبره، د ځینو محدودیتونو له امله خلکو ته غرنیو سیمو ته د تګ اجازه یا اسانتیا نه شته، چې له امله یې د چلغوزو راټولولو او خرڅلاو بهیر اغېزمن شوی دی.

 

سرچیني زیاتوي، که دا ستونزې هوارې نه شي، نو د سیمي د بېوزلو کورنیو، کونډو، یتیمانو او هغو خلکو عاید به سخت زیانمن شي، چې د خپل ژوند اړتیاوې د همدې موسمي حاصلاتو له لارې پوره کوي.

 

د سیمي خلکو له اړوندو امنیتي او حکومتي چارواکو غوښتنه کړې ده چې د وضعیت جدي نوټس واخلي، د خلکو ستونزې حل کړي او د چلغوزو او نورو کرنیزو او ځنګلي حاصلاتو ته د لاسرسي په برخه کې موجود خنډونه لرې کړي.