د اسلاميه کالج پېښور په کوربتوب د ټول پاکستان پوهنتونو ترمنځه ښځينه فوټبال سیالۍ پېل شوې، چې پکې د هېواد له بېلابېلو پوهنتونونو څخه راغلو ښځينه فوټبال لوبغاړو ګډون کړی دی. دا سیالۍ به د جون له ۱۶مې نه تر د ۲۰مې پورې دوام ولري.

 

په دغه سیالیو کې د لاهور کالج فار وومن يونيورسټي، سپيرير يونيورسټي، د زرعي پوهنتون فيصل آباد، يو اېم ټي لاهور، يونيورسټي آف لاهور، ګيريزن يونيورسټي، ګورنمنټ کالج يونيورسټي لاهور او پنجاب يونيورسټۍ په ګډون د هېواد د مشهورو پوهنتونونو لوبډلې برخه اخلي.

 

د پرانيست غونډې پر مهال د لوړو زده کړو کمېشن د لوبو ډایریکټر جنرل ،رضوان شوکت، وويل چې له بېلابېلو ښارونو راغلې ښځينه لوبغاړې نه يوازې په سياليو کې برخه اخلي بلکې د پېښور له مېلمه پالنې او کلتوري ارزښتونو څخه هم خوند اخلي.

 

د سياليو تنظيموونکو په وينا دغه سیالۍ به پېغلو ښځينه فوټبال لوبغاړو ته د خپلو وړتياوو د څرګندولو او په ملي کچه د پېژندګلوۍ ترلاسه کولو غوره فرصت برابر کړي.

 

ګډونوالو هيله څرګنده کړه چې دا ډول سيالۍ به په هېواد کې د ښځينه فټبال د ودې او د نويو استعدادونو د راڅرګندېدو لپاره مهم رول ولوبوي.