پولیسو ویلي دي، چې د کرمې ضلعې د منځنۍ برخې په وراسته سیمه کې ،د جون په ۱۵مه، په یوه کور د ناڅرګند لوري راغلې مرمۍ د لګېدو له امله څلور کسان وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي.

 

د پولیسو د معلوماتو له مخې، په پېښه کې وژل شوي او ټپیان ټول د یو کور غړي دي. روغتیايي سرچیني وایي، چې په وژل شویو او ټپیانو کې پنځه ماشومان او څلور ښځې هم شاملې دي. د روغتون سرچینو په وینا، د ټپیانو له ډلې د درېیو کسانو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی او تر درملنې لاندې دي.

 

سرچیني زیاتوي، چې اغېزمنې کورنۍ د پوځي عملیاتو له امله له خپلې اصلي سیمي کډه کړې وه او په یاد کور کې یې لنډمهاله استوګنه غوره کړې وه، خو دغه پېښه ورسره رامنځته شوه.

 

د پېښې د علت او د مرمۍ د سرچیني په اړه تر اوسه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.