د افغانستان د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د "افغان سنوکر" په نوم د سنوکر لومړی معیاري کلب د ۳۵ زره امریکایي ډالرو په شخصي پانګونې جوړ او په رسمي مراسمو کې پرانیستل شو.
د یاد کلب بنسټ اېښودونکي ،سید جواد، موسوي ویلي دي، چې د کلب په جوړولو او تجهیز کې ۳۵ زره امریکایي ډالره لګښت شوی او د سنوکر لوبغاړو لپاره پکې عصري او معیاري وسایل، مناسب تمریني چاپېریال او اړیني اسانتیاوې برابرې شوې دي.
د نوموړي په وینا، دغه کلب په یو وخت کې د ۷۰ ورزشکارانو د تمرین ظرفیت لري او د سنوکر لوبې د ودې، د ځوانو استعدادونو د روزنې او د معیاري سیالیو د ترسره کېدو لپاره به مهم فرصتونه رامنځته کړي.
د پرانیستې په مراسمو کې د پکتیا د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست چارواکو، د سنوکر فدراسیون مسؤلینو، ورزشي استادانو او لسګونو ورزشکارانو ګډون کړی و.
ورزشي مسؤلینو د دغه کلب جوړېدل د پکتیا د ورزش په برخه کې یو مهم ګام وباله او ټینګار یې وکړ چې دا ډول پانګونې د ځوانانو د سالمو فعالیتونو، د ورزش د پرمختګ او د مسلکي لوبغاړو د روزنې لپاره ځانګړی ارزښت لري.
دا په داسې حال کې ده چې د پکتیا په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د سنوکر یو بشپړ معیاري کلب جوړېږي، چې تمه کېږي د یاد ولایت د سنوکر ورزش د ودې او پراختیا لپاره نوې زمینه برابره کړي.

شال نیوز