د افغانستان په خوست ولایت کې د "ساه راډیو" په نوم یوې نوې رسنۍ نن د جوزا په ۲۵مه يا د جون ۱۵مه، خپل رسمي فعالیت او نشرات پېل کړل.

 

د یادې راډیو مسؤلینو ویلي دي چې ساه راډیو به په شپه او ورځ کې ۱۸ ساعته خپرونې ولري او د خوست ولایت اوسېدونکو ته به بېلابېل رسنیز خدمات وړاندې کړي.

 

د مسؤلینو په وینا، د دې راډیو د خپرونو په لړ کې به خبرونه، ټولنیز، فرهنګي، ښوونیز او تفریحي پروګرامونه شامل وي، څو د خلکو د معلوماتو، پوهاوي او تفریح اړتیاوې پوره کړي.

 

د ساه راډیو مسؤلین وایي چې، د دې رسنۍ د جوړېدو موخه د سیمه ‌ییزو موضوعاتو انعکاس، د خلکو غږ رسونه او د معلوماتي او فرهنګي پروګرامونو له لارې د ټولنې خدمت دی.

 

د یادونې وړ ده چې د ساه راډیو په فعالیت پېل سره په خوست ولایت کې د رسنیو په ډګر کې یو نوی ګام اخیستل شوی، چې تمه کېږي د سیمي د اوسېدونکو لپاره به د معلوماتو او عامه پوهاوي په برخه کې مهم رول ولوبوي.