جرمني د فیفا نړیوال جام ۲۰۲۶ د ګروپ ای په خپلې لومړۍ لوبه کې نوې ګډونوالې لوبډلې کوراساو ته د ۱ ګول په مقابله کې په ۷ ګولونو سره ماتې ورکړې ده.

 

دغه لوبه د جون په ۱۵ د امریکا په این آر جي سټېډیم کې ترسره شوه چې پکې د جرمني لوبډله له پېل څخه پر سیالې لوبډلې برلاسې وه. د جرمني لپاره کای هاورټز دوه ګولونه او فیلکس نمیچا، نیکو شلوټربیک، جمال موسیالا، نیتنیل براون او ډینیز اونداو یو، یو ګول ترسره کړ.

 

د لوبې په شپږمه دقیقه کې فیلکس نمیچا د جرمني لپاره لومړی ګول وواهه، خو د لوبې په ۲۱مه دقیقه کې د کوراساو لیوانو کومینینشیا ګول وکړ او سیالي یې ۱-۱ مساوي کړه. دا د نړیوال جام په تاریخ کې د کوراساو لومړی ګول هم و.

 

له دې وروسته جرمني یو ځل بیا د لوبې واګې په لاس کې واخیستې. نیکو شلوټربیک په ۳۸مه دقیقه کې د سر په ضربه ګول وکړ، او د لومړۍ نیمایي په اضافي وخت کې کای هاورټز د پنالټۍ له لارې ګول وواهه او خپله لوبډله یې د وقفې تر مهاله ۳-۱ مخکې کړه.

 

په دویمه نیمایي کې جرمني لوبغاړو لا څلور نور ګولونه هم وکړل او سیالي یې په ۷-۱ سترې بریا سره پای ته ورسوله.

 

د دې بریا په ترلاسه کولو سره جرمني د ګروپ ای درې مهمې نمبرې خپلې کړې، په داسې حال کې چې د لومړي ځل لپاره نړیوال جام ته لار موندونکې کوراساو لوبډله به په خپلې راتلونکې لوبه کې د ایکواډور پر وړاندې د لومړنیو نمبرو ترلاسه کولو هڅه وکړي.