د پېښور د حیات آباد میډیکل کمپلېکس په وقار ظاهر هاسټل کې د ګاز لیک کېدو له امله د چاودنې او اورلګېدنې په پېښه کې درې تنه ټپیان شوي دي.

 

د معلوماتو له مخې دغه پېښه ،د جون په ۱۵مه، سهار شاوخوا اته بجې هغخ مهال رامنځته شوه کله چې د هاسټل په یوه خونه کې د ګاز لیک له امله زوروره چاودنه وشوه، او په خونه کې اور ولګېد چې له امله یې د خوني اوسېدونکی او دوه نور کسان ټپیان شول.

 

ریسکیو او د روغتون ادارې سمدستي ټپیان د برن اینډ پلاسټک سرجري سنټر ته ولېږدول چرته چې ورته طبي درملنه ورکول کېږي.

 

د روغتون سرچیني وایي د پېښې د لاملونو معلومولو لپاره پلټنې پېل شوې دي، او د اغېزمنې خونې ترڅنګ د هاسټل د نورو برخو هم معاینه روانه ده.