د پاکستان وزیر اعظم شهباز شریف ویلي دي چې د امریکا او ایران ترمنځ د څو میاشتو کړکېچ او جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې پر یوه لومړني تفاهم لیک موافقه شوې او ټاکل شوې ده چې د جون پر ۱۹مه په سویس کې په رسمي ډول لاسلیک شي.

 

ښاغلي شهباز شریف پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي دي چې له سختو او اوږدو مذاکراتو وروسته دواړه لوري یوې داسې هوکړې ته رسېدلي چې له مخې به یې په ټولو جبهو کې پوځي عملیات سمدستي او دایمي بندېږي. هغه د قطر، سعودي عربستان او ترکیې له مشرانو هم مننه کړې او ویلي یې دي چې دغو هېوادونو د مذاکراتو په بریالیتوب کې مهم رول لوبولی دی.

 

 

 

 

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم د دغه پرمختګ پخلی کړی دی او ویلي یې دي چې له ایران سره معامله بشپړه شوې ده. نوموړي په یوه بیان کې ویلي دي چې د سولې د تفاهم له مخې یې د ایران پر بندرونو او سمندري لارو د لګول شوې کلابندۍ د پای ته رسولو او د کښتیو د عادي تګ راتګ د بیا پېل امر کړی دی.

 

 

 

 

ټرمپ پر خپلې ټولنیزې رسنۍ لیکلي: «د نړۍ کښتیو، خپل انجنونه چالان کړئ او خپل سفرونه پېل کړئ.» هغه زیاته کړې چې د هورمز تنګي او نورو مهمو سمندري لارو پرانیستل به نړیوال تجارت او د انرژۍ بازارونه بېرته عادي حالت ته راولي.

 

د ډیپلوماټیکو سرچینو په وینا، د قطر او نورو منځګړو هېوادونو استازو په وروستیو ورځو کې د دواړو لورو ترمنځ پرله‌ پسې مذاکرات ترسره کړي او د تفاهم لیک د وروستیو جزییاتو پر سر یې کار کړی دی. تمه ده چې د جمعې تر ورځې مخکې به په دوحه او جنیوا کې یو شمېر تخنیکي غونډې هم ترسره شي.

 

د راپورونو له مخې، په تفاهم لیک کې د هورمز تنګي د پرانیستلو موضوع هم شامله ده. دغه تنګی چې د نړۍ د تېلو د لېږد یوه مهمه لار بلل کېږي، په وروستیو میاشتو کې د سیمه ییزو تاوتریخوالو له امله د نړیوالو اندېښنو سبب ګرځېدلی و.

 

ویل کېږي چې د هوکړې له عملي کېدو سره به سوداګریزو بېړیو ته د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې شي او د انرژۍ نړیوال بازار به بېرته عادي حالت ته وګرځي.

 

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې تهران د دغه تفاهم هرکلی کړی دی او دا یې د اوږدو مذاکراتو پایله بللې ده. د راپورونو له مخې، ایران وایي چې د هوکړې له مخې به د امریکا او لویدیځو هېوادونو له خوا د ایران د کنګل شویو شتمنیو د ازادولو او د اقتصادي بندیزونو د کمولو لپاره عملي ګامونه پورته کېږي.

 

د ایران چارواکو همداراز ویلي دي چې هېواد یې د خپل سوله ییز اټومي پروګرام د دوام حق ساتي، خو د نړیوالو اندېښنو د لرې کولو لپاره به له اړوندو نړیوالو ادارو سره همکارۍ ته دوام ورکړي.

 

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د ایران د کنګل شویو شتمنیو د یوې برخې د ازادولو لپاره هم د یوې ځانګړې مالي تګلارې پر جوړولو کار روان دی.

 

د هوکړې یوه مهمه برخه د ایران له اټومي پروګرام سره تړاو لري. د راپورونو له مخې، ایران یو ځل بیا ژمنه کړې چې اټومي وسلې به نه جوړوي او نه به یې ترلاسه کوي. دواړه لوري به په راتلونکو اوونیو کې د غني شویو یورانیمو د زېرمو، اټومي فعالیتونو او نړیوالو څارونکو ادارو د رول په اړه تخنیکي خبرې اترې هم کوي.

 

د سولې د دې تفاهم له اعلان وروسته د نړۍ په مالي بازارونو کې مثبت بدلونونه لیدل شوي دي. د تېلو بیې راټیټې شوې او پانګه ‌والو د سیمه ییز کړکېچ د کمېدو هیله څرګنده کړې ده. اقتصادي شنونکي باور لري چې که دا هوکړه په بشپړ ډول عملي شي، نو د نړیوال اقتصاد لپاره به مهمې مثبتې پایلې ولري.

 

په همدې حال کې یو شمېر نړیوالو شنونکو ویلي دي چې دا تفاهم لیک د امریکا او ایران ترمنځ د وروستیو څو لسیزو تر ټولو مهم ډیپلوماتیک پرمختګ ګڼل کېدی شي.

 

دوي باور لري چې د تړون عملي کېدل به نه یوازې د دواړو هېوادونو اړیکې بدلې کړي، بلکې د منځني ختیځ پر امنیتي وضعیت، د انرژۍ پر بازار او سیمه ییز سیاست به هم ژور اغېز ولري.

 

خو تر اوسه د تفاهم لیک بشپړ متن نه دی خپور شوی او د راپور شویو جزییاتو یوه برخه لا هم په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې. تمه ده چې د جمعې په ورځ په سویس کې د رسمي لاسلیک له مراسمو وروسته به د هوکړې نور جزئیات هم د خلکو مخې ته وړاندې شي.