د ریسکیو ۱۱۲۲ وایي، چې د خېبر پښتونخوا د مردان ضلعې د کاټلنګ سړک پر غاړه د جبر نهر سره نږدې يوه روزنيزه الوتکه لوېدلې ده، چې پکې دوه پوځيان وژل شوي او دوه ولسي وګړي سخت ټپيان شوي دي.

 

ریسکیو ۱۱۲۲ په وینا، د پېښې خبر ترلاسه کېده نه پس د دوي طبي او ژغورنې ډلې سمدستي د پېښې ځای ته ورسېدې، ټپيانو ته يې لومړنۍ طبي مرستې ورکړې او وروسته يې د نورو درملنو لپاره نږدې روغتون ته لېږدولي دي.

 

د ریسکیو ۱۱۲۲ په وينا، ژغورنيزې چارې روانې دي او د الوتکې د لوېدو د علت معلومولو لپاره پلټنې پېل شوې دي.

 

چارواکو تر اوسه د وژل شويو او ټپيانو هويت نه دی څرګند کړی، او د پېښې په اړه د نورو معلوماتو تمه کېږي.