د خیبر پښتونخوا د کرمې ضلعې په منځنۍ برخه، میرباغ سیمه کې ،د جون په ۱۴مه، پر یوې پولیسو پوستې د ناڅرګنده وسلوالو له لوري برید شوی دی چې پکې دوه ولسي وګړي وژل شوي او لږ تر لږه ۲۱ نور ټپیان شوي دي. په برید کې لږ تر لږه ۱۵ پولیس سرتېري هم ټپیان شوي دي.
د پولیسو سرچینو شال نیوز ته ویلي، چې برید د درنو او سپکو وسلو په وسیله د میرباغ پر پولیسو پوستې شوی دی. د سرچینو لمخې، د برید او نښتې نه پس وسلوالو پوسته نیولې ده او د پولیسو وسله یې په خپله ولکه کې احیستلو نه پس پوسته سوځولې ده.
?usp=sharing
د سرکاري سرچینو د معلوماتو لمخې، په پېښه کې د یو وژل شوي وګړي پېژندنه د ،حکمت شاه، په نامه شوې ده او د بل وژل شوي کس هویت په اړه معلومات ندي ورکړی شوي.
د سرچینو لمخې، په پېښه کې ټپي شوي پولیس سرتېري میرجهان، عابد، لالا محمد، ګل زمان، سلیمان، فیصل، فدا، شبیر، رؤف، لیاقت، موسی، سلیمان، شهید، جمشید او بلال احمد شامل دي. چارواکو د ټولو ټپیانو د روغتیايي وضعیت په اړه نور جزئیات نه دي خپاره کړي.
په برید کې ټپي شوي کسان د درملنې لپاره د سدې، پاړاچنار او علیزو روغتونو ته لېږدول شوي دي چرته چې ،د ډاکټرانو په وینا، د هغوي درملنه روانه ده.
همدا مهال، د انجمن حسینیه پخواني سیکتر ،جلال حسین بنګش د روغتون دوره کړې، او د درملنو د انتظام جاج یې واخیست او ټپي شوو کسانو له یې ډاډ ورکړ.

ځايي اوسېدونکي وایي چې د برید نه پس د سیمي له جوماتونو څخه د ډزو بندولو لپاره اعلانونه هم وشول، او وروسته یو شمېر خلکو د سپینو بیرغونو په پورته کولو سره د اوربند او تاوتریخوالي د مخنیوي هڅې پېل کړې.
عیني شاهدانو شال نیوز ته ویلي دي چې له نښتې وروسته امنیتي ځواکونو د شکمنو وسلوالو پر احتمالي پټنځایونو د توپخانې ډزې هم کړې دي. خو د دې ادعاوو په اړه تر اوسه د امنیتي ادارو له خوا رسمي دریځ نه دی ورکړل شوی.
په وروستیو میاشتو کې د کرمې په منځنیو سیمو کې د امنیتي پېښو او وسلوالو بریدونو د زیاتېدو راپورونه ورکړل شوي دي، او سیمه ییز اوسېدونکي د امنیت د ټینګښت غوښتنه کوي.
پولیس وایي چې د برید کوونکو د پېژندلو او د پېښې د بشپړو څېړنو لپاره پلټنې روانې دي.

علي افضل افضال