پولیس وایي، چې د جون په ۱۴مه، د پېښور د اسلامیه کالج د ټرایبل هاسټل د دویم سیکټر په ۲۹م نمبر کوټه کې د یو زده کوونکي مړی موندل شوب دی. د مړي پېژندنه د ،زاهد، په نامه شوې ده چې د دره آدم خېل اوسېدونکی او د دولسم ټولګي زده کوونکی و.
پولیس وایي چې د لومړنیو معلوماتو لمخې، زده کوونکي په مبینه توګه ځان د خونې دننه په کټ پورې ځوړند کړی و او ځان وژنه یې کړې ده. د پېښې له خبر وروسته پولیس سیمي ته رسېدلي، مړی یې په خپل ولقه کې اخیستی او د پېښې پلټنې یې پېل کړې دي.
د پېښې په اړه د اسلامیه کالج انتظامیې تر اوسه کوم رسمي دریځ نه دی ورکړی، او پولیس وایي چې د مړیني اصلي لامل به د پلټنو او قانوني چارو تر بشپړېدو وروسته څرګند شي.
د یادونې وړ ده چې په ۲۰۲۵ کال کې هم د اسلامیه کالج په هاسټل کې د دیر سره تعلق لرونکي ۲۳ کلن زده کوونکي ضیاءالحق د مبینه ځان وژنې پېښه مخې ته راغلې وه.

سلمان یوسفزی