د خېبر پښتونخوا د ځنګلونو د څانګې د سېکرټر ،جنید خان، په ځانګړو لارښوونو د سوات د سیلګریزي سیمي کالام مهوډنډ کې د ونو د ساتنې او ښه ودې لپاره بېړني ګامونه پورته شوي دي.
د ځنګلونو د څانګې چارواکي وایي، د سېکرټر جنید خان په امر د ونو شاوخوا د مناسبې خاورې او ساتنې چارې ترسره شوې دي. د عملي اقداماتو په ترڅ کې د ونو د بېخونو شاوخوا د خاورې او د لرګیو د برادې ګډ مواد استعمال شوي، څو د ونو ریښې پیاوړې شي، رطوبت وساتل شي او د ودې لپاره مناسب چاپېریال برابر شي.
چارواکو ویلي دي چې دغه اقدام به د ونو د روغتیا په ښه والي او د سیمي د شنو ساحو په ساتنه کې مهم رول ولوبوي.
د ځنګلونو سېکرټر جنید خان اړوندو ادارو ته سپارښتنه کړې ده چې په کالام او نورو سیلګریزو سیمو کې د ونو د ساتنې، پالنې او چاپېریال ساتنې فعالیتونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
نوموړي ویلي دي چې د طبیعي چاپېریال ساتنه او د شنو سیمو بیا رغونه د ځنګلونو د څانګې له مهمو لومړیتوبونو څخه ده او د دې هدف لپاره به ټول شته امکانات وکارول شي.

عصمت علي اخون