د چارسدې په سردریاب سیمه کې د کابل په سیند کې د لومړي ځل لپاره د ‘ډریګن بوټ فېسټیول’ په نوم د کښتیو ځغلولو سیالۍ ترسره شوې.

 

دغه سیالۍ په پېښور کې د ‘چاینه ونډو’ له لوري د پاکستان ـ چین ملګرتیا د ۷۵مې کلیزې په مناسبت تنظیم شوې وې.

 

د کښتیو ځغلولو په سیالیو کې د خیبر پښتونخوا پولیسو او چارسدې ګډې لوبډلې لومړی مقام خپل کړ، سپورټس رایټرز ایسوسی ایشن دویم او د پېښور هایکورټ لوبډلې دریم مقام ترلاسه کړ.

 

په سیالیو کې له سلو څخه زیاتو کښتۍ چلوونکو ګډون کړی و، چې پکې ښځینه لوبغاړې هم شاملې وې.

 

د پروګرام په پای کې د غونډې مېلمه ،د خیبر پښتونخوا د کلتور او سېلګرۍ لپاره د اعلا وزیر مرستیال ملک عدیل اقبال، بریالیو لوبډلو ته ټرافۍ، مډالونه او نغدي جایزې ورکړې.

 

په دې موقع ملک عدیل اقبال وویل چې د ډریګن بوټ فېسټیول په څېر پروګرامونه د صوبې مثبت انځور نړۍ ته وړاندې کوي او د سېلګرۍ د ودې سبب ګرځي.