د کوز سویلي وزيرستان په ضلعي مرکز واڼا کې د احمدزي وزيرو درېيمه قامي امن جرګه شوې ده، چې پکې قبایلي مشرانو، علماوو، سياسي او ټولنيزو شخصيتونو او د سيمي ګڼ شمېر اوسېدونکو ګډون درلودل.
د جرګې سره د يووالي څرګندولو لپاره د واڼا بازار تړل شوی و او د ښار زياتره سوداګريزې چارې درېدلې وې. د سيمي خلکو په لويه کچه د جرګې په غونډه کې ګډون کړی و.
جرګې ته د وينا پر مهال قبایلي مشرانو، سياسي او ټولنيزو فعالانو او د قامي اسمبلۍ غړي ،زبير وزير، وويل چې سویلي وزيرستان له تېرو دوو لسيزو راهيسي د ناامنۍ او جګړو له اغېزو سره مخ دی، چې له امله يې د سيمي ټولنيز او اقتصادي ژوند سخت زيانمن شوی دی.
ويناوالو وويل چې په سيمه کې هدفي وژنې، تښتونې، چاودنې او د ډزو پېښې د خلکو د اندېښنو لامل ګرځېدلې دي. هغوي غوښتنه وکړه چې د خلکو د سر او مال د خونديتوب او د تلپاتې امن لپاره دې عملي او اغېزمن ګامونه پورته شي.
د جرګې په پای کې يوه ګډه پرېکړه ليک تصويب شو او پرېکړه وشوه چې د جرګې راتلونکې غونډه به د جون په شلمه نېټه کېږي.
په پرېکړه ليک کې ويل شوي دي چې په راتلونکې جرګه کې د ټولو قبایلي مشرانو ګډون اهم دی او د بې دليله نه ګډون په صورت کې به د قبایلي دودونو له مخې اقدام کېږي.

ظفر وزير