د خېبرپښتونخوا پولیسو په ترهګریزو بریدونو کې د مایننګ لپاره کارېدونکو چاودېدونکو موادو د استعمال د مخنیوي لپاره د ځانګړې تګلارې د جوړولو پرېکړه کړې ده.

 

د پولیسو چارواکو په وینا، د دې تګلارې د جوړولو لپاره به د ترهګرۍ ضد ادارې (سي ټي ډي) او سپېشل برانچ ځانګړې کمیټۍ جوړې شي چې د مایننګ په چاودېدونکو موادو د ناسم استعمال د مخنیوي په اړه به تفصیلي راپور چمتو کړي.

 

چارواکي وایي، یادې کمیټۍ به خپلې سپارښتنې ترتیب او د خېبرپښتونخوا د کورنیو چارو محکمې، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت او نورو اړوندو ادارو ته واستوي.

 

د پولیسو په وینا په ترهګریزو پېښو کې د کارېدونکو چاودېدونکو موادو د نورو سرچینو هم ارزونه کېږي او د هغوي د څارنې او کنټرول لپاره به اغېزمن اقدامات وړاندیز شي.

 

چارواکي زیاتوي چې ترهګرو په وروستیو لسو پېښو کې د مایننګ چاودېدونکي مواد کارولي دي په داسې حال کې چې د ډېرو ماین چاودنو او لاسي جوړو چاودېدونکو توکو (آيي اي ډي) په بریدونو کې هم د مایننګ د بارودي موادو د کارونې شواهد ترلاسه شوي دي.

 

د پولیسو په وینا، د دې نوې تګلارې موخه د چاودېدونکو موادو د ناقانونه لېږد، زېرمه کولو او په ترهګریزو فعالیتونو کې د هغوي د کارونې مخنیوی دی.