د خېبر ضلعې د لنډي کوتل تحصیل په کم شلمان سیمه کې ناڅرګنده کسانو د بارودي موادو په وسیله د سړک پر غاړه جوړ ارخنده چیک پوسټ الوځولی دی.

 

ځايي سرچیني وایي، پېښه ،د جون په ۱۳مه، د شپې ناوخته رامنځته شوې او د چاودنې غږ دومره زورور و چې په شاوخوا سیمو کې یې ویره او ترهه خپره کړې ده.

 

د سرچینو په وینا، یاد چیک پوسټ له شاوخوا څلورو کلونو راهیسي غیرفعال او تړلی پروت و.

 

بلخوا، پولیس وایي چې په دې پېښه کې تر اوسه د مرګ ژوبلې کوم راپور نه دی ترلاسه شوی. د پولیسو په وینا، د پېښې په اړه پلټنې پېل شوې دي او د مسؤلو کسانو د پېژندنې لپاره هڅې روانې دي.