د خيبرپښتونخوا د طبيعي پېښو پر وړاندې د نظم ادارې (پي ډي اېم ای) د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال د صوبې په بېلابېلو ضلعو کې د سختو بادونو، تندرونو او بارانونو له امله د اوښتو ځاني او مالي زيانونو راپور خپور کړی دی.

 

د پي ډي اېم ای د راپور لمخې، د بارانونو او سختو بادونو له امله د کورونو د چتونو او دېوالونو د نړېدو په پېښو کې ۷ کسان مړه او ۳۳ نور ټپيان شوي دي.

 

راپور زياتوي چې په مړو شويو کسانو کې ۲ ماشومان، ۴ نارينه او يوه ښځه شامله ده، په داسې حال کې چې په ټپيانو کې ۷ نارينه، ۱۲ ښځې او ۱۴ ماشومان شامل دي. پي ډي اېم ای وايي چې دغه پېښې د بنو، شانګلې او مانسهرې په ضلعو کې رامنځته شوې دي.

 

د ادارې په وينا، پي ډي اېم ای رېسکيو ۱۱۲۲، ضلعي انتظاميې او نور اړوند ادارې په ګډه د مرستندويه فعاليتونو په ترسره کولو بوختې دي.

 

پي ډي اېم ای د اغېزمنو ضلعو انتظاميو ته لارښوونه کړې چې د اغېزمنو کورنيو ته زر تر زره مرستندويه سامان ورسوي او د مرستو چارې لا ګړندۍ کړي.