د بونېر په ملنګ درې شلبانډۍ سیمه کې د ماربلو په درنګ کې چاودنې له امله د نږدې ابادۍ ۸ تنه ټپیان شوي دي چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د معلوماتو له مخې د پېښې له خبر ترلاسه کېدو سره سم د ریسکیو ۱۱۲۲ بونېر کنټرول روم طبي ډلې سیمي ته ولېږلې، او طبي کارکوونکو په موقع رسېدلو سره ټپیانو ته لومړنۍ طبي مرستې ورکړې.
په ټپیانو کې یو سپینږیری، یو ماشوم او دوه ښځې هم شاملې دي. د لومړنیو طبي مرستو وروسته سخت ټپیان د لا نورو درملنو لپاره د ډګر روغتون ته وړل شوي دي.
د ریسکیو ۱۱۲۲ بونېر چارواکو ویلي دي چې د دوي ډلې د وضعیت څارنه کوي او د هر ډول بېړني حالت سره د مقابلې لپاره بشپړ چمتووالی لري.
د یادونې وړ ده چې د بونېر په بېلا بېلو سیمو د ماربلو په درنګونو کې وخت په وخت د چاودنو په مهال په درنګ کې کارکوونکو ته مرک ژوبله اوړي او ځیني وختونه د چاودنې په وخت د ماربلو د درنګ کاڼي د اولس د ژوبلیدو لاعمل ګرځي.

شال نیوز