د ایي اېچ ګروپ د پروژو یو شمېر اغېزمنو کسانو په پېښور پرېس کلب کې خبري غونډه کړې او له حکومتي او قانون پلي کوونکو ادارو یې غوښتي دي چې د دوي د پانګونو د برخلیک په اړه دې بېړني ګامونه پورته کړي.

 

خبري غونډې ته ویناوالو وویل چې زرګونو کسانو، په ځانګړي توګه کونډو، یتیمانو، متقاعدو کارکوونکو او د ټیټ عاید لرونکو کورنیو، د کورونو او نورو پراختیایي پروژو په هیله خپلې سپما شوې پیسې پانګولې، خو د دوي په وینا اوس له مالي ستونزو او ناڅرګند وضعیت سره مخ دي.

 

دوي ادعا وکړه چې د خلکو له خوا راټولې شوې میلیاردونه روپۍ لا هم د پروژو د بشپړېدو او یا د پانګوالو د حقونو د ترلاسه کېدو سبب نه دي شوې. د اغېزمنو کسانو په وینا، نه پروژې بشپړې شوې او نه هم ډېرو پانګوالو ته د خپلو حقونو ترلاسه کولو زمینه برابره شوې ده.

 

د خبري غونډې ګډونوالو له پاکستان د وزیراعظم، د خېبر پښتونخوا د اعلا وزبر، د احتساب ادارې (نیب)، د پېښور پرمختیایي ادارې (پي ډي ای)، پولیسو او نورو اړوندو ادارو وغوښتل چې د دې معاملې هر اړخیزه پلټنه وکړي او که د چا پر ضد قانوني شواهد موجود وي، نو د قانون له مخې دې ورسره چلند وشي.

 

دوي وویل چې که پروژې عملي کېدی شي، نو باید زر تر زره بشپړې او پانګوالو ته وسپارل شي، او که دا ممکنه نه وي، نو د خلکو جمع کړې پیسې دې بېرته ورکړل شي.

 

اغېزمنو کسانو په ځانګړي ډول د پېښور د ښار د پولیسو له مشر او نورو لوړپوړو چارواکو غوښتنه وکړه چې د دوي ستونزو ته پام وکړي او د حل لپاره عملي اقدامات وکړي.

 

تر اوسه د ايي اېچ ګروپ یا اړوندو دولتي ادارو له لوري د دغو څرګندونو په اړه کوم رسمي دریځ نه دی خپور شوی.