پولیس وايي چې د د کرمې ضلعې په پاړاچنار کې د بارودي موادو د چاودنې له امله د یو کور دېوال ته جزوي زیان رسېدلی، خو په پېښه کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

 

د پولیسو د سرچینو په وینا، دا پېښه ،د جون په ۱۳مه، د پاداچنار ښار د نوې ابادۍ په سیمه کې رامنځته شوې ده. سرچیني وايي چې ناڅرګنده کسانو د یوه کور د بهرني دېوال سره بارودي مواد اېښي وو چې د چاودنې له امله یې زورور درز رامنځته شو.

 

چارواکي وايي د پېښې په اړه یې پلټنې پېل کړې دي او هڅه کوي چې د بارودي موادو د اېښودونکو کسانو درک ولګوي.

تر اوسه د دې چاودنې ذمه واري چا نه ده منلې.