د پوليسو سرچينو ويلي دي، چې د کرمې ضلعې د صده تحصيل اړوند د تيندو په سيمه کې د سرحدي ځواکونو (اېف سي) پر يو ګاډي د ډرون له لارې دوه بريدونه شوي دي، چې له امله يې د يو ونګ کمانډر په ګډون شپږ امنيتي سرتېري ټپيان شوي دي.

 

د سرچينو په وينا، په ټپيانو کې د ۱۱۱ ونګ کمانډر عبدالوهـاب، کپتان عباس، صوبيدار مېجر تاج، نائب صوبيدار عالم ګل او حوالدار عطاالرحمان شامل دي. د يو بل ټپي سرتېري هويت سمدستي نه دی څرګند شوی.

 

چارواکي وايي، ټپيان د درملنې لپاره نږدې روغتيايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

پوليسو ويلي دي چې د پېښې په اړه پلټنې پېل شوې دي او د بريد د څرنګوالي او مسؤلينو د معلومولو لپاره معلومات راټولېږي.

 

تر اوسه کومې ډلې د دغه بريد مسؤليت نه دی منلی او امنيتي ادارو هم په رسمي ډول نور جزئيات نه دي خپاره کړي.