د خېبر پښتونخوا د بنو تر ميرام شاه پر لويه لار د امنيتي ځواکونو يو ګاډی د ټاير د چاودېدو له امله له پېښې سره مخ شوی، چې له امله يې د يو کپتان په ګډون درې امنيتي سرتیري وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.
د لومړنيو معلوماتو له مخې، پېښه ،د جون په ۱۳مه، هغه مهال رامنځته شوه چې د امنيتي ځواکونو ګاډی پر بنو ـ ميرام شاه سړک روان و. سرچيني وايي د ګاډي ټاير وچاودېد او موټر له کنټروله ووت، چې له امله يې درنه مرګ ژوبله واوښته.
سرچينو ويلي دي چې په وژل شويو کې کپتان علي هم شامل دی، خو د نورو وژل شويو او ټپيانو نومونه لا نه دي خپاره شوي. ټپيان د درملنې لپاره نږدې روغتون ته لېږدول شوي دي.
تر اوسه د امنيتي ځواکونو يا حکومتي چارواکو له خوا د پېښې په اړه رسمي بيان نه دی خپور شوی، او شال نيوز په خپلواکه توګه د دې معلوماتو بشپړ پخلی نه دی کړی.
د پېښې د نورو جزياتو لپاره پلټنې روانې دي.

صفدر داوړ