شندور کې د پولو کلنۍ مېلې په پایلوبه کې د ګلګت بلتستان لوبډلې چترال ته د ۵ په مقابل کې ۶ ګولونه ورکړل او د شندور پولو جام یې له ۱۵ کلونو وروسته په خپل نوم کړ.

 

دغه سنسنیزه لوبه ،د جون په ۱۳مه، په شندور کې د نړۍ په تر ټولو لوړ پولو میدان کې وشوه. د چارواکو په وینا، د لوبې نندارې ته د هېواد له بېلابېلو سیمو او بهرنیو هېوادونو راغلي سیلانیان، او د چترال او ګلګت بلتستان زرګونه اوسېدونکي ورغلي وو. د لیدونکو شمېر له ۲۵ زرو زیات ښودل شوی دی.

 

د لوبې په لومړیو شېبو کې د چترال لوبغاړي اظهار علي خان ګول وکړ او خپلې لوبډلې ته یې برتري ورکړه. څو دقیقې وروسته نصیرالله هم ګول وکړ او د چترال مخکښي یې نوره هم پیاوړې کړه.

 

خو د ګلګت بلتستان لوبډلې ذوالفقار او نازید ګولونه وکړل او سیالي یې بېرته برابره کړه. د لومړۍ نیمایي تر پای پورې چترال پنځه او ګلګت بلتستان څلور ګولونه کړي وو.

 

په دویمه نیمایي کې ګلګت بلتستان دوه نور ګولونه وکړل، خو چترال یوازې یو ګول زیات کړ. له دې سره لوبه د ۶-۵ په پایله د ګلګت بلتستان په ګټه پای ته ورسېده.

 

د چترال له خوا اظهار علي خان درې ګولونه وکړل، شاه جي او نصیرالله یو ـ یو ګول وواهه. د ګلګت بلتستان لپاره ذوالفقار درې، نازید دوه او شاه اعظم یو ګول ترسره کړ.

 

د لوبې پر مهال د دواړو لوبډلو ځیني لوبغاړي هم ټپیان شول. د راپورونو له مخې، د چترال نصیرالله او ارباب او د ګلګت بلتستان اسلم او ناصر د ټپونو له امله له لوبې ووتل.

 

د پایلوبې له ختمېدو وروسته د پېښور کور کمانډر لېفټننټ جنرال عمر احمد بخاري اتلانو ته جام او نور انعامونه ورکړل.

 

شندور پولو مېله هر کال د چترال او ګلګت بلتستان ترمنځ ترسره کېږي او د هېواد له مشهورو ورزشي او سیاحتي مېلو څخه ګڼل کېږي.