د خېبر پښتونخوا د ډېره اسماعيل خان ښار په ټانک روډ د ګمرک (کسټم) دفتر مخې ته ولاړو څو موټرو ته اور لګېدلی دی چې له امله یې ګڼ شمېر ګاډي او پکې بار سوداګریز توکي سوځېدلي دي.
د لومړنیو معلوماتو له مخې، اور د ګمرک دفتر مخې ته په ولاړو موټرو کې ولګېد او په لنډ وخت کې یې څو نورې لارۍ او ګاډي هم ګېر کړل. عیني شاهدان وايي چې د اور لمبې او لوګي له لرې سیمو څخه هم لیدل کېدل.
د ژغورنې ادارې (ریسکیو ۱۱۲۲) ویاند ویلي دي چې د پېښې له راپور ترلاسه کولو سره سم د اور وژنې ډلې سیمي ته ورسېدې او د اور د مهارولو عملیات یې پېل کړل. د اور وژنې عملې د څو ساعتونو هڅو وروسته د اور د خپرېدو مخه ونیوله.
چارواکي وايي چې په دې پېښه کې د کروړونو روپیو په ارزښت سوداګریز توکي او ګڼ شمېر موټرې زیانمنې شوې دي، خو تر اوسه د کوم ځاني زیان راپور نه دی ورکړل شوی.
د اور لګېدنې کره لامل لا نه دی معلوم شوی، او اړوندو ادارو د پېښې د علت معلومولو لپاره پلټنې پېل کړې دي.
ځايي اوسېدونکي وايي چې د اور له امله په سیمه کې د لنډ وخت لپاره وېره او اندېښنه خپره شوې وه، خو د ژغورنې ادارو پر وخت رسېدو د اور د لا پراخېدو مخه ونیوله.
د چارواکو په وینا، د زیانونو د دقیقې کچې معلومولو لپاره سروې روانه ده او نور جزئیات به له پلټنو وروسته شریک شي.

شال نیوز