د دیر بالا د عشیرۍ درې د سمکوټ سیمي سره تړاو لرونکی سندرغاړی ،خالد خان، چې د خپل مشهور غزل “زما په زړه کې اوسه” له امله پېژندل کېږي، له ۲۲ کلن ځنډ وروسته یو ځل بیا د موسیقۍ نړۍ ته راستون شوی دی.
خالد خان شاوخوا دوه لسیزې وړاندې خپل لومړنی موسیقي البوم خپور کړی و. په دغه البوم کې شامله غزل “زما په زړه کې اوسه” د پښتو موسیقۍ مینه والو ترمنځ پراخ هرکلی وموند او د هغه د هنري ژوند د پېژندنې سبب شوه.
نوموړي له خپل لومړني هنري فعالیت وروسته د اوږدې مودې لپاره له موسیقۍ واټن واخیست. اوس، د ۲۲ کلونو له تېرېدو وروسته، هغه یو ځل بیا د سندرو ویلو ډګر ته راګرځېدلی او وايي چې غواړي خپل نیمګړی هنري سفر له سره پېل کړي.
د سیمي یو شمېر اوسېدونکي او د موسیقۍ مینه وال د خالد خان بېرته راستنېدل د پښتو موسیقۍ لپاره یو مهم پرمختګ بولي. د دوي په وینا، د هغه ځانګړی غږ او د سندرو ځانګړی سبک لا هم د ډېرو اورېدونکو په یاد پاتې دی.
خالد خان د خپلې هنري لارې په اړه وایي چې د موسیقۍ سره یې اړیکه هېڅکله نه ده پرې شوې، خو د ژوند د نورو بوختیاوو له امله یې د اوږدې مودې لپاره له عامو هنري فعالیتونو ډډه کړې وه.
د نوموړي د بېرته راستنېدو خبر په ټولنیزو رسنیو کې هم د ګڼو مینه والو پام ځانته اړولی او یو شمېر کسانو د هغه د نویو هنري هڅو هرکلی کړی دی.

جاوید ملنګ