د باجوړ پولیس وايي، چې د سالارزو تحصیل په تالو بانډه او اداد بانډه سیمو کې یې د دوو ډلو ترمنځ د رامنځته شوې ترینګلې شخړې د پراخېدو او احتمالي نښتې مخه نیولې ده.
د باجوړ پولیسو د بیان له مخې، د شخړې له امله دواړه لوري سنګرونو ته تللي وو او په سیمه کې د اندېښنې فضا رامنځته شوې وه.
پولیس وايي، د اتمان سالارزو سرکل ډي اېس پي ،جمال شاه، او د سالارزو تاڼې د مشر ،بادشاه رحمان، په مشرۍ امنیتي ځواکونه سیمي ته ورسېدل او د دواړو خواوو ترمنځ یې اوربند ټینګ کړ.
د پولیسو په وینا، د وضعیت تر کنټرول وروسته هغه سنګرونه هم له منځه یوړل شول چې د شخړې پر مهال جوړ شوي وو، څو په راتلونکي کې د هر ډول ناخوښې پېښې مخه ونیول شي.
چارواکي وايي، له دې وروسته د دواړو لورو ترمنځ څو جرګې او مذاکراتي غونډې ترسره شوې او دواړه خواوې د قانوني لارو چارو له مخې د ستونزې حل ته سلا شوې دي.
د باجوړ د پولیسو مشر محمد خالد خان ویلي، چې پولیس د خلکو د سر او مال د ساتنې او په سیمه کې د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
هغه ویلي، چې هیچا ته به اجازه ور نه کړل شي چې قانون په خپل لاس کې واخلي او ټولې شخړې به د قانون او مشورو له لارې هوارېږي.
د باجوړ پولیسو ویاند وايي، چې د خلکو او پولیسو ترمنځ متقابل باور د امن د ټینګښت بنسټ دی او پولیس هڅه کوي چې د چټکې مرستې او عادلانه پولیسۍ له لارې دغه باور لا پیاوړی کړي.

حسبان الله باجوړې