د خیبرپښتونخوا ټېنس ایسوسي ایشن یو پلاوي د خیبرپښتونخوا ګورنر ،فېصل کریم کونډي، سره په ګورنر هاوس پېښور کې لیدلي او په صوبه کې یې د ټېنس لوبې د ودې، لوبغاړو ته د ورپېښو ستونزو او بنسټیزو اسانتیاوو په اړه خبرې کړې دي.
د ایسوسی ایشن په پلاوي کې عمر ایاز خلیل، اسرار ګل، انعام ګل او ذاکرالله شامل وو. پلاوي ګورنر ته د ټېنس لوبې په برخه کې د شته ستونزو په اړه معلومات ورکړل او د لوبغاړو لپاره د غوره فرصتونو، عصري روزنیزو مرکزونو او د ملي کچې سیالیو د ترسره کولو وړاندیزونه کړي دي.
په دې موقع ګورنر فیصل کریم کونډي وویل چې د لوبو وده د سالمې ټولنې او د ځوانانو د مثبتو فعالیتونو لپاره مهمه ده. هغه زیاته کړه چې د لوبو له لارې ځوان نسل مثبتو هلو ځلو ته هڅول کېدی شي.
د ملاقات پر مهال په خیبرپښتونخوا کې د جونیئر نېشنل ټېنس چیمپین شپ د ترسره کېدو په اړه هم مشوره وشوه. ګورنر د دغو سیالیو په ترسره کولو کې خپله بشپړه لېوالتیا څرګنده کړه او ویې ویل چې دا ډول پروګرامونه به لوبغاړو ته د خپلو وړتیاوو څرګندولو فرصتونه برابر کړي او په صوبه کې به د ټېنس لوبه لا وده ومومي.
د ټېنس ایسوسي ایشن پلاوي د لوبو او په ځانګړي ډول د ټینس د ودې لپاره د ګورنر د ملاتړ او پام ستاینه وکړه.

سلمان یوسفزی