د خېبر پښتونخوا په بنو او شاوخوا سیمو کې ،د جون په ۱۲مه، د باران، سیلۍ او ږلۍ له امله د کورونو چتونه او دېوالونه نړېدلي دي، چې پکې د درې ښځو په ګډون څلور کسان مړه شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

 

د ریسکیو ۱۱۲۲ ترمخه، په مړو شوو کسانو کې د دریو ښځو تعلق د یوې کورنۍ سره دی، او ژوبل شوي کسان د بنوں د بېلابېلو سیمو اوسېدونکي دي، چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل دي. ټول ټپیان د درملنې لپاره نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

 

ریسکیو چارواکي وايي چې د باران او تیزو بادونو له امله ګڼو کورونو، دوکانونو او نورو ودانیو ته هم زیان اوښتی دی او په ځینو سیمو کې څاروي هم له منځه تللي دي. د سرچینو په وینا د کمزورو دېوالونو او چتونو د نړېدو له امله یو شمېر کسان د خاورو لاندې پاتې شوي وو.

 

د پېښو له رامنځته کېدو وروسته د ریسکیو ۱۱۲۲ ډلې سمدستي اغېزمنو سیمو ته رسېدلې او د ژغورنې عملیات یې پېل کړي دي.

 

ضلعي انتظامیې د وضعیت له امله د بنو په ټولو سرکاري روغتونونو کې بیړنی حالت نافذ کړی او ډاکټرانو، نرسانو او نورو روغتیايي کارکوونکو ته یې د چمتووالي لارښوونه کړې ده.

 

ضلعي انتظامیې له خلکو غوښتي دي چې د خراب موسم پر مهال له غیر ضروري تګ راتګ څخه ډډه وکړي، د زړو او کمزورو ودانیو ترڅنګ له تګ څخه ځان وساتي او د هر ډول بیړني حالت په صورت کې له ریسکیو ۱۱۲۲ سره سمدستي اړیکه ونیسي۔