پولیس وایي، چې د بنو کې د ښار تاڼې په حدودو کې ناڅرګنده وسلوالو د بنو پولیسو د امن کمېټۍ غړی ،مشکوات الله، په ډزو وژلی دی.
د پولیسو په وینا، پېښه ،د جون په ۱۲مه، د آزاد منډۍ سره نږدې هغه مهال رامنځته شوه کله چې مشکوات الله د شب جمعې له دیني غونډې وروسته خپل کور ته روان و، او وسلوالو پرې په لاره کې ناتاره ډزې وکړې، چې له امله یې هغه سخت ټپي شو او وروسته یې ساه ورکړه.
د پولیسو په وینا د پېښې ځای ته تر رسېدو وروسته شواهد راټول شوي او د بریدګرو د نیولو لپاره د لټون عملیات پېل شوي دي.
په بنو کې د وسلوالو لخوا په پولیسو د پرله پسې بریدونو له امله د پولیسو او امن کمېټۍ لخوا په ګډه د وسلوالو پرضد عملیات روان دي چې پکې دواړه خواوې په یو بل بریدونه کوي او یو بل ته مرګ ژوبله اړوي.

غلام اکبر مروت