امنيتي سرچينو ويلي دي چې د شمالي وزيرستان د ميرام شاه په پالنزۍ سيمه کې د وسلوالو پر ضد روانو عملياتو کې لسګونه وسلوال وژل شوي او د هغوي ګڼ مرکزونه له منځه وړل شوي دي.

 

د سرچينو په وينا، په وروستيو عملياتو کې ۴۵ وسلوال وژل شوي دي، چې ورسره په ميرام شاه او شاوخوا سيمو کې د روانو عملياتو پر مهال د وژل شويو وسلوالو شمېر ۶۲ ته رسېدلی دی.

 

چارواکي وايي، د وژل شويو کسانو د پېژندنې له بهير وروسته د څلورو مهمو مطلوبو قوماندانانو د وژل کېدو پخلی هم شوی دی. په دغو کسانو کې خالد رضا چې په سالار پېژندل کېږي، مفہوم، موسی او عمران مشهور چې په ايان پېژندل کېږي، شامل دي.

 

د امنيتي سرچينو په وينا، په عملياتو کې د وسلوالو درې لويې اډې يا مرکزونه ويجاړ شوي او له سيمي څخه د وسلو او مهماتو يوه اندازه زېرمه هم ترلاسه شوې ده.

 

سرچيني زياتوي چې په سيمه کې د وسلوالو پر ضد عمليات لا هم روان دي او د نورو احتمالي پټنځايونو د لټون چارې دوام لري.

 

تر اوسه وسلوالو ډلو د دې ادعاو په اړه کوم دریځ ندی څرګند کړی او شال نيوز په خپلواکه توګه د دغو ادعاوو پخلی نه دی کړی.