پېښور : د پېښور هایي کورټ په پاکستان کې د دوو پخوانیو افغان پوځي چارواکو د لنډمهاله استوګنې، د ویزې د غځولو او له هېواده د نه ایستل کېدو غوښتنلیکونه رد کړي دي.
جسټس وقار احمد او جسټس کامران حیات میاخېل ،د اګست په ۶مه، په خپل تفصیلي حکم کې ویلي دي چې د بهرنیو وګړو د ویزې غځول او په پاکستان کې د هغوي د پاتې کېدو پرېکړه د اړوندو حکومتي ادارو صلاحیت دی، او عدالت په دې اداري چارو کې مداخله نه شي کولی.
د عریضه کوونکو له ډلې یو د افغان ولسمشر د ساتنې ادارې پخوانی ځانګړی مامور او بل د افغان ملي اردو پخوانی افسر دی. دوي ویلي وو چې افغانستان ته د ستنېدو په صورت کې یې ژوند له خطر سره مخ دی، نو ځکه یې د طبي درملنې، د ویزې د غځولو او په پاکستان کې د پاتې کېدو غوښتنه کړې وه.
خو محکمې د اساسي قانون د ۱۹۹مې مادې له مخې دواړه غوښتنلیکونه د عدالتي مداخلې له دایرې بهر وبلل او رد یې کړل.


خانزیب محسود