د پېښور پرېس کلب مشرتابه د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د اختیاراتو، استثنا او امتیازاتو په قانون کې پر مجوزه بدلونونو سختې اندېښنې څرګندې کړي او خبرداری یې ورکړی دی چې د صحافت او د اظهار ازادۍ پر ضد به هېڅ ډول اقدام ونه زغمل شي.

 

د پرېس کلب صدر ایم ریاض، جنرل سېکرټري عالمګیر خان او نورو منتخب غړو ،د جولایۍ په ۸مه، په یو ګډ بیان کې ویلي دي چې دوي د منتخب نمائندګانو، د اسمبلۍ د غړو او ټولو ائیني ادارو احترام کوي او په پارلماني بالادستۍ یقین لري، خو زیاتوي چې د هر هغه قانون یا ترمیم پر ضد به کلک دریځ خپل کړي چې د صحافت ازادي او د خلکو ائیني حقونه محدودوي.

 

په بیان کې ویل شوي دي چې په پاکستان کې د صحافت تاریخ د اظهار ازادۍ لپاره د ورکړل شوو قربانیو نه ډک دی او صحافیان تل د ولس د حقونو د دفاع لپاره ولاړ پاتې شوي دي.

 

د پرېس کلب مشرتابه ویلي دي چې دا اداره تل د ذمه دار، متوازن او مسلکي صحافت د ودې لپاره کار کوي او خبریالانو نه یوازې د خلکو ستونزې راپورته کړې دي بلکې د خیبر پښتونخوا د حقونو د تحفظ لپاره یې مهم کردار ادا کړی دی.

 

دوي دا هم ویلي دي چې تمه لري د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر به د دغو بدلونونو په اړه د خبریالانو اندېښنې په جدي توګه واخلي او د اسمبلۍ سپیکر سره په مشوره داسې ګامونه پورته کړي چې د اظهار ازادي او د رسنیو ازادي خوندي وساتل شي.

 

بل پلو، د مجوزه بدلونونو له مخې داسې وړاندیزونه مخې ته راغلي دي چې که د اسمبلۍ یا د هغې د غړو پر ضد کومه تبصره یا راپور د امتیاز خلاف وګڼل شي نو پر اړوندو کسانو د کارروایۍ امکان شته. همدارنګه د اسمبلۍ کمېټۍ ته دا اختیار هم ورکول کېدی شي چې خبریالان او نور کسان راوبولي او حتی سزا هم ورکړي.

 

د صحافتي تنظیمونو او مدني ټولنې فعالان وایي چې دا بدلونونه که منظور شي نو پر ازادو رسنیو فشار زیاتولی شي او د تنقیدي رپورټنګ مخه نیولی شي.

 

تر دې مهاله حکومت په دې اړه تفصیلي رسمي دریځ نه دی ورکړی، خو پر دې موضوع بحثونه دوام لري.