د پښتونخوا په قبایلي سیمو کې د تېرو ۲۵ کلونو راهیسي خبریالي کول داسې دي لکه د بارودو په ډېري چې د حق ډېوه بلول وي.

 

په دغو سیمو کې د نړيوالو ترهګرو ډلو، ځايي وسلوالو او د رياستي ادارو ترمنځ په روانه جګړه کې تر ټولو ډېر خبریالان د ژرندې د پله په څېر دل شوي دي. که څه هم د زرګونو کلمو تفصيل په يوه ليکنه کې ستونزمن دی، خو دلته موږ د دغو مېړنيو کيسي په ډېر دقت سره وړاندې کوو.

 

د دغه خونړي بهير پېلامه له حیات الله خان څخه کېږي. نوموړی په ۲۰۰۶ کال کې په شمالي وزیرستان کې په نښه شو. هغه لومړی خبریال و چې نړۍ ته یې د ډرون بریدونو رښتينی مخ وښود.

 

 

حیات الله داوړ - محمد ابراهیم جان - نور حکیم خان

 

 

کله چې په ۲۰۰۵ کال کې د القاعدې مهم مشر ابوحمزه ربیع ووژل شو، حکومتي سرچینو وویل چې هغه د ګازو د ډبې په چاودنه کې مړ شوی، خو حیات الله خان د امریکايي ‘هېل فایر’ میزایل د ټوټو عکسونه واخیستل او ثابته یې کړه چې دا د ډرون برید و.

 

له همدې پېښې لږه موده وروسته هغه وتښتول شو او شپږ میاشتې وروسته یې مړی وموندل شو. د هغه وژنه د قبایلي خبریالانو لپاره د وېرې د یو نوي دور پېل و. د هغه له مړیني وروسته د هغه مېرمن هم په یوه پراسراره چاودنه کې ووژل شوه چې د هغه کورنۍ یې په بشپړه توګه تباه کړه.

 

په ۲۰۰۷ کال کې په باجوړ کې عارف خان ،چې له نړيوالې خبري ادارې ای اېف پي سره یې کار کاوه، په يو بمي برید کې ژوند له لاسه ورکړ. ورپسې په ۲۰۰۸ کال کې محمد ابراهیم په خیبر ایجنسۍ کې د وسلوالو لخوا په داسې حال کې ووژل شو چې یوازې یې خپل مسلکي مسؤلیت ترسره کاوه.

 

 

مصري خان اورکزی  - عظمت علي بنګش  -  زمان محسود

 

 

د ۲۰۰۹ کال په پېل کې د سوات او قبایلي سیمو تر ټولو زړور غږ موسی خانخېل خاموش کړل شو. موسی خانخېل نه یوازې یو خبریال و، بلکې د خپلې سیمي د خلکو درد یې په خپلو راپورونو کې په داسې ډول وړاندې کاوه چې د دواړو غاړو (حکومت او وسلوالو) لپاره یې زغمل ګران وو.

 

هغه په مټه کې د سولې د یو تړون د پوښښ پر مهال له تښتول کېدو وروسته په ډېرې بې رحمۍ سره شهید کړل شو. د هغه وژنې د پاکستان په رسنیو کې یو لوي بحث راپورته کړ، خو انصاف بیا هم چا ته ونه ورسېد.

 

په ۲۰۱۰ کال کې د خبریالانو لپاره د مرګ دا سیوری نور هم پراخه شو. په هنګو کې مصري خان اورکزی چې د اورکزو پریس کلب مشر و، د خپل دفتر مخې ته په نښه شو. په همدې کال کې په مومندو کې د پریس کلب پر ودانۍ یو خونړی ځانمرګی برید وشو چې په کې دوه خبریالان، پیر سپین پاچا او شفېع الله، ووژل شول. دا برید د دې نښه وه چې اوس پریس کلبونه هم خوندي نه دي.

 

 

مکرم خان عاطف - امیر نواب وزیر - نصر الله افریدی

 

 

په ۲۰۱۱ کال کې د خیبر ایجنسۍ پیاوړی خبریال نصرالله خان اپریدی په پېښور کې ووژل شو. هغه ته له پخوا راهیسي د لښکر اسلام په څېر وسلوالو ډلو لخوا ګواښونه کېدل. په همدې کال کې د ټول پاکستان په کچه مشهور تحقیقي خبریال سلیم شهزاد وتښتول شو او مړی یې وموندل شو.

 

سلیم شهزاد د قبایلي سیمو او القاعدې په اړه ژور معلومات لرل او د هغه وژنې ثابته کړه چې په دې سیمو کې د حقایقو سپړل څومره خطرناک دي.

 

په ۲۰۱۲ کال کې په مومندو کې مکرم خان عاطف په داسې حال کې په نښه شو چې په جومات کې یې د ماښام لمونځ کاوه. هغه د ‘وي او ای ډیوه راډیو’ لپاره کار کاوه او د هغه غږ د ډیورنډ کرښې دواړو خواوو ته مینه وال لرل. طالبانو د هغه د وژنې مسوولیت ومنل او ویې ویل چې د هغه راپورونه د دوي په خوښه نه وو.

 

 

ملک ممتاز داوړ - زمان محسود - خلیل افریدی

 

 

په ۲۰۱۳ کال کې د شمالي وزیرستان په مرکز میرام شاه کې ملک ممتاز په نښه شو. هغه د سیمي د خبریالانو یو پیاوړی غږ و. په همدې کال کې په خیبر کې عبدالرزاق سیاپ هم په نښه شو. ۲۰۱۴ کال بیا د باجوړ د خبریال شاد محمد لپاره د ژوند وروستی کال و.

 

 

الله نور وزیر - وهاب مومند - محبوب افریدی

 

 

د ۲۰۱۵ کال په نومبر کې زمان محسود ،چې د سویلي وزیرستان اوسېدونکی و، په ډېره اسماعیل خان کې د وسلوالو لخوا شهید کړل شو. زمان محسود یو بې پرې خبریال و او د ټولنیزو رسنیو له لارې یې هم د خلکو غږ پورته کاوه. د هغه وژنې یو ځل بیا ثابته کړه چې خبریال که په خپله سیمه کې وي او که بهر، په نښه کېږي.

 

په ۲۰۱۶ کال کې محبوب شاه افریدی په شبقدر کې د یو بمي برید ښکار شو. دا لړۍ په ۲۰۲۰ کال کې د ذوالفقار علي خان تر وژنې پورې راورسېده. په دغو ټولو کلونو کې په لسګونو نور خبریالان لکه رحمان الله، جاوید وزیر او د پریس کلبونو نور غړي هم په مختلفو پېښو کې یا خو ووژل شول او یا هم د تل لپاره له سیمي څخه هجرت ته اړ شول.

 

 

کامران داوړ - پرویز مومند - حیات الله داوړ

 

 

د دې ټولو وژنو تر شا یو تریخ حقیقت دا دی چې تر ننه د یوې قضیې قاتلین هم په نښه نه شول او نه هم چا ته سزا ورکړل شوه.

 

په قبایلي سیمو کې خبریال د ډار او وېرې تر سیوري لاندې کار کوي. دوي مجبور دي چې یا خو د وسله والو خبره ومني او یا د ریاستي ادارو ستاینه وکړي، که څوک په منځ کې د حقیقت لاره غوره کړي، نو برخلیک یې د حیات الله خان او موسی خانخېل په څېر وي.

 

 

د کرمې خبریال جانان حسین

 

 

نن د خبریالانو په نړیواله ورځ، د دغو شهیدانو یاد د دې لپاره اړین دی، چې نړۍ پوه شي چې د پښتونخوا په دې سیمو کې د یو خبر په بیه د یو انسان ژوند اخیستل کېږي. د دغو مېړنیو خبریالانو قربانۍ به تل د تاریخ په پاڼو کې په زرینو ټکو لیکلې وي، ځکه دوي د قلم حرمت په خپلو وینو وساته.