
میرام شاه کې ،د مې میاشتې په لومړي سهار، د ملک سیف الله خان داوړ د وژنې سره یو ځل بیا هغه زخم تازه شو چې کلونه کېږي د دې خاورې په بدن کې پرانستی پاتې دی.
دا یوازې د یو کس د ژوند ختمېدل نه دي، دا د یوې اوږدې لړۍ دوام دی، د یوې داسې کیسي برخه، چې د غرونو تر منځ یې غږ ډېر وخت تر ښارونو نه رسېږي، خو اثر یې د هر کلي په خاموشۍ کې محسوسېږي.
ملک سیف الله هغه مهال هدف ګرځول کېږي کله چې د محسن داوړ په وینا، یوه ورځ وړاندې د حافظ ګل بهادر ډلې ځیني وسلهوال د هغه د کلي جومات ته ورغلي وو. هغه ورته ویلي وو چې د کلي او جومات حدود نه باید لرې ووسي. دا خبره په ظاهره ساده ښکاري، خو په داسې چاپېریال کې ،چې وسلې د نظم ځای نیولی وي، هره کرښه یو موقف ګرځي، او هر موقف د خطر معنا لري.
د مې په لومړي سهار، د همدې فضا په دوام کې، هغه ته ټېلېفون کېږي. ورته ویل کېږي چې راشه، خبرې دي. هغه یوازې ځي. او هماغلته، چېرته چې خبرې باید شوې وای، ډزې کېږي.
خو دا پېښه یوازې د یو سړي کیسه نه ده. دا د یوې پراخې، پېچلې او اوږدې لړۍ یو نوی باب دی.

په تېرو شاوخوا ۲۵ کلونو کې د قبایلي سیمو، خیبر، باجوړ، مومند، کرم، اورکزي، شمالي او جنوبي وزیرستان، بنو، بټني سیمو، ملاکنډ، سوات، پېښور او صوابۍ پورې، او حتا د ډېورنډ کرښې هغې غاړې ته، د زرګونو مشرانو، ملکانو، دیني عالمانو، سیاسي فعالانو، د محصلینو مشرانو او د حجرې او جرګې د غړو د هدفمندې وژنې راپورونه ثبت شوي دي. دا شمېرې یوازې ارقام نه دي؛ دا د یوې ټولنې د وجود تدریجي ماتې ده.

په دې سیمه کې مشر یوازې یو فرد نه وي. هغه د جرګې توازن وي، د قبیلې د اختلافونو د حل محور وي، او د ټولنیز نظم هغه نرمه رشته وي چې خلک سره تړي. کله چې دا رشته پرې شي، ټولنه یوازې د خلکو مجموعه نه پاتې کېږي، بلکې د وېشلو شویو ټوټو نقشه ګرځي.
د وژنو په دې لړۍ کې، د قبایلي سیمو تاریخ ورو ورو بدلېږي. هغه حجرې چې پخوا د خبرو، خندا، جرګو او پرېکړو مرکزونه وو، اوس ډېر ځایونه یا خاموشه شوي یا له خپل پخواني کردار څخه لوېدلي دي. جوماتونه چې د ټولنیز وحدت نښې وې، اوس د وېرې سیوري ته نږدې شوي دي. او جرګې چې د انصاف دودیزه وسیله وه، کمزورې شوې دي.
کله چې دا ټول جوړښتونه کمزوري شي، نو تشه رامنځته کېږي. او دا تشه ډېر وخت د زور او وسلې له لارې ډکېږي، نه د خبرو او تهذیب له لارې.

د محسن داوړ په وینا، د ملک سیف الله وژنه په خلا کې نه ده شوې. هغه د یوې داسې فضا یادونه کوي چېرته چې حافظ ګل بهادر ډلې په ځینو سیمو کې خپل منظم حضور لري. دا خبرې د یو لویې حقیقت نښه ګڼل کېږي، هغه حقیقت چې په کې د ریاست، وسلهوالو ډلو، او محلي ټولنیزو جوړښتونو ترمنځ توازن په دوامداره ډول بدلېږي.
په میرام شاه کې د شال نیوز خبریال صفدر داوړ وایي چې هغه سهار د درنو ډزو په غږ راویښ شو. ښار یو ځل بیا د داسې فضا شاهد و چېرته چې د کنټرول او بې کنټرولۍ ترمنځ کرښه ډېره نرۍ ښکاري. ځیني مرکزونه چې د ښار په زړه کې موقعیت لري، د خلکو په وینا، د وسلهوالو د نفوذ نښې لري، او د رسمي ادارو حضور تر ډېره حده په لیدو نه راځي.
د ملک سیف الله د وژنې وروسته، درپه خېل قام راوتلی دی. خلک د بریدګرو په تعقیب روان شوي دي. په توچي سیند اوښتي، او ځوانان وړاندې تللي دي. دا یوازې یو قهر نه دی، دا د هغې خلا عکس دی چې د مشرانو له وژنې وروسته پاتې کېږي.

خو په دې حال کې، ښار بیا د ډزو شاهد کېږي. کوڅې خالي کېږي، بازارونه تړل کېږي، او هغه ژوند چې باید روان وي، په موقتي ډول ودرېږي.
دا وضعیت یوازې د شمالي وزیرستان نه دی. د خیبر، باجوړ، مومند، کرم، اورکزیو، سوات، ملاکنډ، پېښور او د نورو سیمو تاریخ هم ورته نښې لري. هر ځای کې د مشرانو، د جرګو د غړو، د دیني عالمانو او د ټولنیزو فعالانو هدف ګرځول د یوې اوږدې لړۍ برخه پاتې شوې ده. ځایونه بدل دي، خو د درد نقش تکرارېږي.
په دې ټولو کې تر ټولو ژور زیان هغه نه دی چې په شمېر کې راځي، بلکې هغه دی چې په جوړښت کې محسوسېږي. کله چې مشران له منځه ځي، جرګه کمزورې کېږي. کله چې جرګه کمزورې شي، د اختلاف حل له منځه ځي. او کله چې د حل لارې کمې شي، وسلې خبرې پېل کړي.

دا د یو نسل نه، بلکې د څو نسلونو فکري او ټولنیز بدلون دی، چې د دې نسلونو راتلونکی پرې تکیه کیږي.
د غرونو تر سیوري لاندې، دا کیسه لا هم روانه ده. غرونه خاموش دي، خو دا خاموشي بې معنا نه ده. دا خاموشي د هغه ټولنې انعکاس دی چې ډېر څه یې لیدلي، ډېر څه یې زغملي، او لا هم د توازن په لټه کې ده.

خو تر ټولو مهم سوال لا هم پاتې دی:
کله چې هغه خلک چې د خبرو جرأت لري، یو په بل پسې له منځه ځي، نو بیا به خبرې څوک وکړي ؟
او یا د خبرو خلک په ارادي توګه د منځه وړل کیږي ؟
دا سوال لا هم بې ځوابه دی، خو د غرونو تر منځ یې اواز لا هم ګرځي.
