د امریکا او اسراییل له خوا پر ایران د بریدونو او د تهران د ځوابي عملیاتو له پېل څو میاشتې وروسته، د دې جګړې اقتصادي اغېزې د منځني ختیځ له پولو اوښتې او د نړۍ د تېلو بازار، سمندري سوداګري، هوايي چلند، صنعت، خوراکي توکي او د عامو خلکو ورځنی ژوند یې اغېزمن کړی دی.

 

د جګړې د ټولو اقتصادي زیانونو یوه وروستۍ او کره شمېره لا نه شته، خو د نړیوالو اقتصادي ادارو، د انرژۍ د څار بنسټونو او د نړیوالو شرکتونو اعلان شوي معلومات ښيي چې د دې جګړې بیه یوازې په لسګونو اربه ډالرو کې نه محدودېږي.

 

د شال نیوز له خوا د شته نړیوالو معلوماتو ارزونه ښيي چې د جګړې ثبت شوی، اعلان شوی او د اقتصادي تولید اټکلي زیان تر اوسه سلګونو اربه ډالرو ته رسېدلی دی. که جګړه نوره هم اوږده شي، د نړیوال اقتصاد د تولید زیان له زرو اربه ډالرو هم اوښتلای شي.

 

د امریکي الوتکې په ایران د برید لپاره روانیږي


 

خو په دې اړه یوه مهمه خبره دا ده چې ټولې موجودې شمېرې سره نه شي جمع کېدی. د امریکا پوځي مصرف، د تېلو د نه تولید ارزښت، د شرکتونو مالي زیان او د هېوادونو د اقتصادي ودې کمښت د زیانونو بېلابېلې برخې دي. ځینې شمېرې ممکن په یو بل کې شاملې وي.

 

د ملګرو ملتونو د پرمختیايي ادارې د یوې ارزونې له مخې، یوازې د جګړې په لومړیو پنځو اوونیو کې د عربو هېوادونو اقتصادي تولید د ۱۲۰ او ۱۹۴ اربه ډالرو ترمنځ کمېدلی شو. د نړیوالو انرژۍ او اقتصادي معلوماتو له مخې، د جګړې په لومړیو شاوخوا ۵۰ ورځو کې د خلیج د تېلو د تولید د کمېدو له امله له ۵۰ اربه ډالرو د زیاتو تېلو تولید له لاسه ورکړل شوی و. نړیوالو شرکتونو هم د مې میاشتې تر نیمایي پورې د انرژۍ د لوړو بیو، د الوتنو د ځنډ، د تولید د کمېدو او د سوداګریزو لارو د ګډوډۍ له امله لږ تر لږه ۲۵ اربه ډالره زیان اعلان کړی و.


 

د سعودي عربستان بندر


 

د امریکا د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، د جولای تر ۲۱مې پر ایران د امریکا د پوځي عملیاتو مستقیم لګښت شاوخوا ۳۷.۵ اربه ډالرو ته رسېدلی و. دا شمېرې که څه هم په ساده ډول د جمع کولو وړ نه دي، خو دا ښيي چې جګړې نړیوال اقتصاد ته د سلګونو اربه ډالرو ضربه رسولې ده. د اقتصادي ودې کمښت، انفلاسیون، لوړو سودونو، د اسعارو د ارزښت راټیټېدل او د راتلونکې پانګونې زیانونه لا په بشپړه توګه نه دي حساب شوي.

 

د جګړې اقتصادي قیمت د یوې ویجاړې شوې ودانۍ، یو بم یا یو پوځي عملیاتو په شان په اسانه نه شي حسابېدی. اقتصادپوهان د جګړې زیانونه په څو برخو وېشي. یوه برخه یې مستقیم پوځي مصرف دی، لکه د امریکا د الوتکو، بېړیو، توغندیو، دفاعي سیستمونو او سرتېرو لګښت. بله برخه یې د ودانیو، برېښناکوټونو، تېل‌ میدانونو، بندرونو، هوايي ډګرونو او صنعتي تاسیساتو مستقیم زیان دی.

 

 

د ځمکې نه تېل را ایستل کېږي

 

 

درېیمه برخه هغه تولید او عاید دی چې د جګړې له امله نه دی رامنځته شوی. په دې کې هغه تېل شامل دي چې نه دي تولید شوي، هغه الوتنې چې نه دي ترسره شوې او هغه فابریکې چې بندې پاتې شوې دي. څلورمه برخه غیرمستقیم نړیوال زیان دی، لکه انفلاسیون، د تېلو او خوراکي توکو لوړ نرخونه، د بېړیو د بیمې زیات لګښت، د سودونو لوړوالی او د سوداګرۍ کمېدل. پنځمه برخه اوږدمهاله زیان دی، لکه د پانګونې وتل، د سیاحت سقوط، د کار بازار کمزوري کېدل، د خلکو بې‌ ځایه کېدل او د پورونو زیاتېدل.

 

له همدې امله د جګړې د اقتصادي زیان لپاره د یوې واحدې شمېرې وړاندې کول، په ځانګړي ډول تر هغه چې جګړه روانه وي، د واقعیت بشپړ انځور نه شي ښودلی. د ملګرو ملتونو د پرمختیايي ادارې د ارزونې له مخې، د جګړې په لومړیو پنځو اوونیو کې د عربو هېوادونو ګډ ناخالص کورنی تولید د ۳.۷ او شپږ سلنې ترمنځ کمېدلای شو. د ډالرو له مخې د دې کمښت ارزښت د ۱۲۰ او ۱۹۴ اربه ډالرو ترمنځ اټکل شوی و.

 

 

امریکایي ډالر

 

 

دا یوازې د ویجاړو شویو تاسیساتو قیمت نه و، بلکې هغه اقتصادي تولید هم پکې شامل و چې د جګړې، د سوداګرۍ د ګډوډۍ، د پانګونې د کمېدو او د انرژۍ د صادراتو د بندېدو له امله له لاسه تللی و. د ملګرو ملتونو د ارزونې له مخې، دا اټکلي زیان د عربو هېوادونو د تېر کال له ټولې اقتصادي ودې هم زیات و. یعنې جګړه په څو اوونیو کې د سیمې له اقتصاد څخه د یوه کال ترلاسه شوې وده بېرته اخیستلی شي.

 

دا ارزونه د جګړې د لومړیو پنځو اوونیو د حالت پر بنسټ شوې وه. له هغه وروسته جګړه څو میاشتې نوره هم روانه پاتې شوه، د هرمز تنګي تګ راتګ بیا بیا ګډوډ شو او د سره سمندر امنیت هم له نوو ګواښونو سره مخ شو. له همدې امله د سیمې اوسنی مجموعي زیان ښیي له لومړني اټکل لوړ وي، خو تر اوسه د ټولو عربو هېوادونو لپاره نوې ګډه او وروستۍ ډالري شمېره نه ده خپره شوې. په ځینو رسنیو او ټولنیزو شبکو کې دعوه شوې چې عراق د جګړې له امله ۴۰ یا ۵۰ اربه ډالره زیان کړی دی، خو د دې دعوې لپاره د عراق د حکومت، مرکزي بانک یا د تېلو وزارت بشپړه رسمي محاسبه نه ده وړاندې شوې.

 

 

د ایران او امریکي ترمنځه جنګ کې په نښه شوې یوه تجارتي ټانکر

 

 

هغه ۵۰ اربه ډالري شمېره چې په نړیوالو راپورونو کې خپره شوې، یوازې د عراق نه، بلکې د سیمې د تولیدوونکو هېوادونو د نه تولید شویو تېلو ګډ ارزښت دی. د انرژۍ د بازار د معلوماتو له مخې، د جګړې په لومړیو شاوخوا ۵۰ ورځو کې د ۵۰ اربه ډالرو څخه د زیاتو خامو تېلو تولید له لاسه ورکړل شوی و. په دې زیان کې د عراق ترڅنګ ایران، کوېت او د خلیج د نورو تولیدوونکو هېوادونو کم شوی تولید هم شامل و. نو دا لیکل چې عراق ۵۰ اربه ډالره زیان کړی، دقیق نه دي.

 

کره خبره دا ده چې د جګړې په لومړیو ۵۰ ورځو کې د عراق په ګډون د سیمې د تولیدوونکو هېوادونو د نه تولید شویو تېلو ارزښت له ۵۰ اربه ډالرو اوښتی و. عراق بیا هم له تر ټولو زیانمنو هېوادونو څخه دی، ځکه د دغه هېواد د حکومت ډېره بودیجه د تېلو له عوایدو تمویلېږي او د صادراتو لویه برخه یې د خلیج له سمندري لارو نړیوالو بازارونو ته رسېږي. که عراق خپل تېل تولید کړي، خو د هرمز له لارې یې ونه شي لېږدولی، نو یوازې لوړ نړیوال نرخ ورته ګټه نه شي رسولی. د تېلو لوړه بیه هغه وخت عاید جوړوي چې تېل بازار ته ورسېږي او وپلورل شي.

 

 

د ایران او امریکي ترمنځه جنګ کې په نښه شوې یوه تجارتي ټانکر

 

 

د دې جګړې تر ټولو زر لیدل شوی اقتصادي اغېز د تېلو په بازار کې و. دا زیان یوازې د تېلو پر تولیدوونکو هېوادونو نه دی پاتې شوی. کله چې د تېلو عرضه کمه شي، بیه لوړېږي. له دې سره د الوتکو تېل ګرانېږي، د بار وړونکو لاریو لګښت لوړېږي، د بېړیو کرایه او بیمه زیاتېږي، د فابریکو د انرژۍ بیل لوړ شي، کیمیاوي سرې او پلاستیکي توکي ګران شي او په پای کې د خوراک، جامو، درملو او نورو ورځنیو توکو بیې پورته شي.

 

د جګړې پر مهال د برېنټ خامو تېلو بیه په ځینو ورځو کې د یوه بېرل لپاره له ۱۲۰ ډالرو هم اوښتې وه. وروسته نرخونه یو څه راښکته شول، خو نړیوال بازار لا هم د جګړې، د خلیج د صادراتو او د هرمز تنګي د امنیت له اندېښنو سره مخ پاتې شو. د اقتصادي شنونکو د اټکلونو له مخې، جګړې هغه پخوانۍ وړاندوینه بدله کړه چې ګواکې په نړیوال بازار کې به اضافي تېل موجود وي.

 

 

 

 

 

اوس د روان کال لپاره د تېلو د عرضې ورځنی کسر شاوخوا ۱.۵ میلیونه بېرله اټکل کېږي. سره له دې چې نړیوال تولید په ځینو میاشتو کې یو څه ښه شوی، خو لا هم د جګړې له پېل مخکې کچې ته نه دی رسېدلی.

 

د امریکا دفاع وزارت ویلي چې د جولایۍ تر ۲۱مې له ایران سره جګړې امریکا ته شاوخوا ۳۷.۵ اربه ډالره مستقیم پوځي لګښت اړولی دی. په دې کې بمبارۍ، د جنګي الوتکو پروازونه، سمندري عملیات، د توغندیو دفاع، مهمات، د سرتېرو ځای پر ځای کول او لوژستیکي فعالیتونه شامل دي.

 

خو دا د امریکا ټول اقتصادي زیان نه دی. په دې شمېر کې د امریکایي کورنیو لپاره د پټرولو لوړ نرخونه، د سوداګریزو شرکتونو زیانونه، د الوتنو او بار وړلو اضافي مصرف، د جګړې د پورونو سود، د مهماتو د زېرمو د بېرته ډکولو قیمت او د اوږدمهاله پوځي حضور مصرف نه دي شامل. له همدې امله د امریکا لپاره د جګړې واقعي اقتصادي بیه له ۳۷.۵ اربه ډالرو څخه لوړه ده. دا یوازې هغه مستقیم پوځي مصرف دی چې د پنټاګون له خوا اعلان شوی.

 

 

د امریکا جنګي الوتکې د ایران سره نږدې په اییرکرافټ کیرییر کې ولاړې دي

 

 

ایران د جګړې اصلي ډګر دی او د اقتصادي زیان تر ټولو لویه برخه هم دغه هېواد ته رسېږي. د ایران د زیانونو بشپړ رسمي حساب نه دی خپور شوی، خو د دغه هېواد اقتصاد په څو برخو کې سخت اغېزمن شوی دی. د تېلو او ګازو صادرات کم شوي، د تېلو چاڼ ‌ځایونه او صنعتي تاسیسات زیانمن شوي، بانکي او سوداګریز فعالیتونه محدود شوي، د ایران پر اسعارو فشار زیات شوی، د خوراکي او لومړنیو توکو بیې لوړې شوې او د جګړې او انټرنېټي محدودیتونو له امله ګڼ کاروبارونه تړل شوي دي.

 

ځینو اقتصادي څېړنو اټکل کړی دی چې که د تېلو صادرات محدود پاتې شي او د زیربناوو زیان دوام وکړي، ایران د خپل کلني ناخالص کورني تولید شاوخوا ۱۵ سلنه له لاسه ورکولی شي. په ځینو اټکلونو کې د ایران د تېلو د صادراتو ورځنی عایداتي زیان شاوخوا ۴۳۵ میلیونه ډالره ښودل شوی دی. خو دا د ایران د حکومت وروستۍ رسمي شمېره نه ده، بلکې یو اقتصادي اټکل دی. د ایران د حقیقي زیان اندازه به د جګړې پر مودې، د صادراتو پر کچې، د ویجاړو شویو تاسیساتو پر حجم او د بیا رغونې پر قیمت پورې تړلې وي.

 

 

د ایران له خوا په امریکا توغندي ویشتل کېږي

 

 

اسراییل هم د جګړې د دفاعي او پوځي عملیاتو لپاره اربونه ډالر مصرف کړي، خو د جګړې د ټولو لګښتونو یوه وروستۍ رسمي شمېره لا نه ده خپره شوې. د اسراییل اقتصادي زیان د توغندیو د دفاعي سیستمونو په مصرف، د احتیاطي پوځیانو د راغوښتلو له امله د کاري ځواک په کمښت، د سوداګرۍ او تولید په ځنډ، د الوتنو او سیاحت په کمېدو، د ودانیو او زیربناوو په زیان او د دفاعي بودیجې په پراخېدو کې لیدل کېږي.

 

د اسراییل اقتصاد د ۲۰۲۶م کال په لومړۍ ربع کې په کلنۍ کچه ۳.۸ سلنه کوچنی شوی و. اقتصادي انقباض یوازې د مستقیم فزیکي زیان مانا نه لري، بلکې دا ښيي چې اقتصاد د هغه تولید په پرتله کم توکي او خدمتونه تولید کړي چې په عادي حالت کې یې تولیدولای شول. له همدې امله د اسراییل د جګړې بیه باید یوازې د بمونو او دفاعي توغندیو له قیمت سره محدوده نه شي.

 

د نړیوالو شرکتونو د مالي راپورونو له ارزونې معلومه شوې چې د جګړې د لومړیو درېیو میاشتو په موده کې شرکتونو لږ تر لږه ۲۵ اربه ډالره زیان او اضافي مصرف اعلان کړی و. په دې کې امریکایي، اروپایي او اسیایي شرکتونه شامل وو. هوايي شرکتونه تر ټولو ډېر اغېزمن شوي وو او د ټول اعلان شوي شرکتي زیان لویه برخه ورسره تړل شوې وه.

 

 

د متحده عربي اماراتو هوایي ډګر د ایران او امریکا ترمنځ جنګ کې لګېدلی دی

 

 

د شرکتونو زیانونه د الوتکو د تېلو د لوړې بیې، د منځني ختیځ د هوايي حریم د تړل کېدو، د پروازونو د لغوه کېدو، د سمندري لارو د بدلېدو، د خامو موادو د کمښت، د فابریکو د تولید د ځنډ او د اکمالاتي لړۍ د ګډوډۍ له امله وو.

 

دا ۲۵ اربه ډالره هم وروستۍ شمېره نه ده. دا یوازې هغه زیان و چې شرکتونو په رسمي ډول اعلان کړی و. کوچني شرکتونه، غیرعامه کاروبارونه، سیمه‌ ییز بازارونه او هغه شرکتونه چې لا یې مالي راپورونه نه وو خپاره کړي، په دې محاسبه کې نه وو شامل. په ظاهره داسې ښکاري چې د تېلو لوړه بیه باید د خلیج تولیدوونکو هېوادونو ته ګټه ورسوي، خو د جګړې په حالت کې اصلي پوښتنه د تېلو قیمت نه، بلکې بازار ته د تېلو رسول دي. که تېل په لوړه بیه وي، خو بېړۍ یې د هرمز له تنګي تېرولی نه شي، تولیدوونکی هېواد عاید نه ترلاسه کوي.

 

 

د هرمز تنګی

 

 

د اقتصادپوهانو د اټکل له مخې، د قطر او کوېت اقتصادونه په ۲۰۲۶م کال کې هر یو شاوخوا ۸.۱ سلنه کوچني کېدی شي. د بحرین اقتصاد لپاره د ۵.۱ سلنې او د متحده عربي اماراتو لپاره د ۰.۵ سلنې انقباض وړاندوینه شوې ده. سعودي عربستان او عمان بیا د محدودې ودې امکان لري، ځکه دواړه د هرمز له تنګي بهر د صادراتو بدیلې لارې لري. قطر د مایع طبیعي ګاز له سترو نړیوالو صادرونکو څخه دی. د قطر د ګازو لویه برخه د هرمز له لارې اسیا او اروپا ته ځي. له همدې امله د هرمز هره اوږده ګډوډي یوازې قطر نه، بلکې پاکستان، هند، چین، جاپان، سویلي کوریا او اروپایي هېوادونه هم اغېزمنوي.

 

کوېت بیا د خپلو تېلو د صادراتو لپاره تر ډېره په همدې تنګي متکي دی. د تېل‌ میدانونو بندېدل هم تخنیکي خطر لري، ځکه ځینې درانده تېل ‌میدانونه له تړل کېدو وروسته زر بېرته عادي تولید ته نه شي ستنېدی. سعودي عربستان د ختیځ ـ لوېدیځ نل لیکه لري چې تېل له ختیځو میدانونو د سره سمندر ینبع بندر ته رسوي. دا لاره سعودي ته اجازه ورکوي چې د خپلو صادراتو یوه برخه د هرمز له تنګي پرته نړیوال بازار ته ورسوي.

 

 

د متحده عربي اماراتو بندر

 

 

متحده عربي امارات هم د حبشان ـ فجیرې نللیکه لري چې د تېلو یوه برخه د هرمز له تنګي بهر فجیرې بندر ته رسوي. خو دا بدیلې لارې د دواړو هېوادونو ټول تولید نه شي لېږدولی. سربېره پر دې، د باب المندب تنګي او د سره سمندر د لارو امنیتي خطرونو د سعودي بدیله لار هم له ګواښ سره مخ کړې ده. امارات بیا د هوايي چلند، سیاحت، بندري سوداګرۍ، مالي خدماتو او نړیوالې پانګونې له لارې له جګړې زیان ویني.

 

د دوبۍ او ابوظبۍ اقتصادونه د تېلو ترڅنګ پر نړیوال تجارت، سیاحت او هوايي سفرونو هم متکي دي. له همدې امله، که څه هم امارات د تېلو بدیله لار لري، د سیمې اوږدمهاله ناامني یې غیرنفتي اقتصاد ته زیان رسولی شي.

 

مصر د جګړې مستقیم اړخ نه دی، خو اقتصاد یې له درېیو لارو زیانمنېږي. مصر د تېلو او ګازو واردونکی هېواد دی. د انرژۍ د نړیوالو بیو زیاتوالی د مصر د وارداتو بیل لوړوي او پر بهرنیو اسعارو فشار اچوي. د سره سمندر او باب المندب ناامني د سویز کانال له لارې د بېړیو تګ راتګ کموي. هره بېړۍ چې د سویز پر ځای د افریقا د ښه امید له څنډې تېرېږي، مصر د کانال له عاید څخه بې‌ برخې کېږي.

 

د منځني ختیځ ناامني د مصر پر سیاحت او هوايي سفرونو هم منفي اغېز کوي. مصر له پخوا د پورونو، د اسعارو د کمښت او انفلاسیون له ستونزو سره مخ و. د تېلو او خوراکي توکو نوې لوړې بیې یې اقتصاد نور هم زیانمنولای شي.

 

 

پاکستان کې خلک د تېلو بیې لوړېدو نه پس د شپې د تېل اچولو لپاره ولاړ دي

 

 

پاکستان د دې جګړې مستقیم اړخ نه دی، خو د انرژۍ واردونکی هېواد دی او له همدې امله یې اقتصاد له نړیوالو نرخونو سره ژور تړاو لري. د تېلو او ګازو د بیو لوړېدل په پاکستان کې د وارداتو بیل زیاتوي، پر روپۍ فشار اچوي، د پټرولو او ډیزلو نرخونه لوړوي، د برېښنا تولید ګرانوي، د ټرانسپورټ کرایې زیاتوي او د خوراکي توکو انفلاسیون ته لاره هواروي. پاکستان له قطر څخه مایع طبیعي ګاز هم اخلي. که د قطر د ګازو صادرات ګډوډ شي، پاکستان به اړ شي له ازاد نړیوال بازار څخه په لوړو بیو ګاز واخلي یا د برېښنا او صنعت لپاره د انرژۍ له کمښت سره مخ شي.

 

هند هم د منځني ختیځ پر تېلو ډېر متکي دی. د تېلو د لوړو بیو له امله د هند پر روپۍ او د وارداتو پر بیل فشار زیاتېږي. افغانستان، چې ډېر تېل، خوراکي توکي او سوداګریز مالونه واردوي، د نړیوالو ټرانسپورټي او انرژۍ د لګښتونو له لوړېدو سره د خوراک، تېلو او نورو لومړنیو توکو د بیو د زیاتېدو له خطر سره مخ دی.

 

 

 

 

د جګړې تر ټولو لوي اقتصادي زیان ښیي هغه وي چې په سمدستي ډول په کومه بودیجه یا بانکي حساب کې نه ښکاري، یعنې د نړیوال اقتصادي تولید کمېدل. له جګړې مخکې د ۲۰۲۶م کال لپاره د نړۍ د اقتصادي ودې اټکل شاوخوا ۳.۴ سلنه و. وروسته دغه وړاندوینه راکمه شوه او اقتصادي ادارو خبرداری ورکړ چې که جګړه شپږ میاشتې یا تر هغه ډېره دوام وکړي او نوره هم پراخه شي، نړیواله وده ښیي تر ۱.۳ سلنې پورې راټیټه شي.

 

په همدې سخت حالت کې نړیوال انفلاسیون هم تر ۴.۵ سلنې رسېدی شي. د ۳.۴ سلنې له لومړني اټکل څخه ۱.۳ سلنې ته د نړیوالې ودې لوېدل د نړۍ د اقتصاد لپاره د سلګونو اربه ډالرو د تولید تاوان مانا لري. ځینې سناریوي څېړنې دا احتمالي نړیوال زیان تر ۱.۳ ټریلیون ډالرو، یعنې ۱۳۰۰ اربه ډالرو پورې اټکلوي.

 

 

 

 

خو دا د جګړې تر پایه حساب شوې حقیقي شمېره نه ده، بلکې د اوږدې جګړې، د صادراتو د بندېدو او د اقتصادي ودې د کمېدو پر بنسټ یو اټکل دی. د موجودو شواهدو پر بنسټ د جګړې د زیان په اړه درې ډوله ځوابونه ورکولای شو.

 

لومړی، ثبت شوی یا په رسمي ډول اعلان شوی زیان دی. په دې کې د امریکا ۳۷.۵ اربه ډالره مستقیم پوځي مصرف، د نړیوالو شرکتونو لږ تر لږه ۲۵ اربه ډالره اعلان شوی زیان او د جګړې په لومړیو ۵۰ ورځو کې له ۵۰ اربه ډالرو زیات د نه تولید شویو تېلو ارزښت شامل دي.

 

دا شمېرې شاوخوا ۱۱۲.۵ اربه ډالره جوړوي، خو په بشپړه توګه د جمع کولو خوندي طریقه نه ده، ځکه د شرکتونو په زیان کې د تېلو لوړ لګښت شامل دی او د تېلو د بازار ځینې زیانونه ورسره یو پر بل کې راتلی شي. دویم، د سیمې د اقتصادي تولید اټکلي زیان دی. د ملګرو ملتونو د ارزونې له مخې، یوازې عربي هېوادونه د جګړې په لومړیو پنځو اوونیو کې له ۱۲۰ څخه تر ۱۹۴ اربه ډالرو پورې اقتصادي تولید له لاسه ورکولی شي.

 

 

د متحده عربي اماراتو هوایي ډګر

 

 

درېیم، د اوږدې جګړې نړیوال اټکل دی. که جګړه اوږده شي، هرمز او باب المندب ګډوډ پاتې شي او د تېلو او ګازو عرضه محدوده وي، د نړیوال اقتصاد د تولید مجموعي ضایع له زرو اربه ډالرو اوښتلی شي. ځینې اټکلونه دا اندازه تر ۱۳۰۰ اربه ډالرو پورې رسوي.

 

له همدې امله تر ټولو محتاطه او مسلکي نتیجه دا ده چې د امریکا، اسراییل او ایران جګړې نړیوال اقتصاد ته تر اوسه د سلګونو اربه ډالرو مستقیم او غیرمستقیم زیان اړولی دی، خو د جګړې د اوږدېدو په صورت کې یې مجموعي اقتصادي بیه له زرو اربه ډالرو اوښتلی شي.

 

که د عربو هېوادونو د ۱۹۴ اربه ډالرو د اقتصادي تولید زیان، د ۵۰ اربه ډالرو د نه تولید شویو تېلو ارزښت، د شرکتونو ۲۵ اربه ډالره زیان او د امریکا ۳۷.۵ اربه ډالره پوځي مصرف سره جمع کړو، مجموعه ۳۰۶.۵ اربه ډالره کېږي. خو دا د جګړې یوه بشپړه او علمي شمېره نه ده. لامل یې دا دی چې د عربو هېوادونو د اقتصادي تولید په تاوان کې د تېلو د تولید کمښت هم شاملېدی شي. د شرکتونو په زیان کې د سون ‌توکو لوړ لګښت شامل دی او د تېلو په ۵۰ اربه ډالري زیان کې د ځینو عربي هېوادونو د صادراتو تاوان هم حساب شوې ده.

 

 

پاکستان کې ټرکونه د خوراکي توکي وړلو په مهال

 

 

اقتصادپوهان دې ته دوه ځله حسابول وايي. نو ۳۰۶.۵ اربه ډالره د بېلابېلو اعلان شویو او اټکل شویو زیانونو ساده مجموعه ده، نه د جګړې وروستۍ او تصفیه شوې بیه. د جګړې اقتصادي زیان یوازې حکومتونو، پوځونو او سترو شرکتونو ته نه رسېږي. کله چې تېل ګران شي، یو مزدور د کار ځای ته د تګ لپاره ډېره کرایه ورکوي. کله چې د بار وړلو لګښت زیات شي، د اوړو، غوړیو، درملو، جامو او سبزیو بیې لوړېږي.

 

کله چې انفلاسیون پورته شي، مرکزي بانکونه سودونه لوړ ساتي. له دې سره کور اخیستل، کاروبار پېلول او پور اخیستل ګرانېږي. کله چې د بېوزلو هېوادونو د وارداتو بیل لوړېږي، حکومتونه د روغتیا، تعلیم او پرمختیايي پروژو لپاره لږې پیسې لري. د جګړې له امله د انرژۍ، سرې او ټرانسپورټ لوړې بیې د خوراکي توکو ناامني زیاتولی او پور لرونکي هېوادونه له مالي بحران سره مخ کولی شي.

 

د امریکا، اسراییل او ایران جګړه یوازې د درېیو هېوادونو پوځي مقابله نه ده، بلکې د انرژۍ، نړیوال تجارت او اقتصادي ودې بحران ګرځېدلی دی. تر اوسه د جګړې یوه واحده، وروستۍ او تصفیه شوې نړیواله ډالري شمېره نه شته، ځکه جګړه روانه ده او د زیانونو ډېره برخه به وروسته څرګنده شي. خو موجودې شمېرې یو روښانه انځور وړاندې کوي.


 

 

 

یوازې عربي اقتصادونو ته تر ۱۹۴ اربه ډالرو پورې د تولید د تاوان کېدو اټکل شوی، د ۵۰ اربه ډالرو څخه زیات تېل نه دي تولید شوي، نړیوالو شرکتونو لږ تر لږه ۲۵ اربه ډالره زیان اعلان کړی او امریکا ۳۷.۵ اربه ډالره مستقیم پوځي مصرف کړی دی. پر دې سربېره ایران، اسراییل، عراق، قطر، کوېت، بحرین، مصر او نور هېوادونه د صادراتو، تولید، سیاحت، الوتنو، پانګونې او سوداګرۍ پراخ زیانونه ویني چې بشپړ حساب یې لا نه دی خپور شوی.

 

له همدې امله تر ټولو کره او مسوولانه نتیجه دا ده چې جګړې تر اوسه نړیوال اقتصاد ته سلګونه اربه ډالره زیان اړولی دی، او که جګړه اوږده او د انرژۍ لارې ګډې وډې پاتې شي، د اقتصادي تولید مجموعي زیان له ۱۰۰۰ څخه تر ۱۳۰۰ اربه ډالرو پورې رسېدی شي. دا به د جګړې هغه قیمت وي چې یوازې پوځونه به یې نه، بلکې د نړۍ په لسګونو هېوادونو کې به یې عام خلک د لوړو بیو، کم کار، ګرانو پورونو او اقتصادي بې‌ ثباتۍ له لارې پرې کوي.